کابل (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د امریکا په لوییزیانا ایالت کې د ډزو په یوه پېښه کې اته ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
الجزیرې راپور ورکړی چې دا پېښه د یکشنبې په سهار په شریوپورټ ښار کې شوې ده.
پولیسو ویلي چې یوه وسلهوال کس اووه خپل ماشومان او یو بل ماشوم په ډزو وژلي دي.
د شریوپورټ د پولیسو ویاند ویلي چې دغه ډزې په دوو جلا کورونو کې شوې دي او د قربانیانو عمرونه له شاوخوا یو تر ۱۲ کلونو پورې وو. د هغه په خبره، له ټپیانو یوه ښځه د ماشومانو مور ده.
پولیسو د بریدګر هویت «شمار الکینز» ښودلی او ویلي یې دي چې هغه له برید وروسته یو موټر په زور له چا اخیستی او تښتېدلی، خو د امنیتي ځواکونو له لوري د تعقیب پر مهال وویشتل شو او ووژل شو.
چارواکو ویلي چې د دغه برید انګېزه تر اوسه نه ده روښانه، خو ټینګار یې کړی چې دا پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله شوې ده.
د شمېرو له مخې، د روان میلادي کال په ترڅ کې په امریکا کې له ۱۰۰ زیاتې د ډزو پېښې ثبت شوې دي چې لسګونه کسان پکې وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.