Language

میدان‌وردګو کې د کرکټ اختریز جام سیالۍ د برادرز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

میدان‌ښار (پژواک، ۴ غویی ۱۴۰۵): د میدان‌وردګو د کرکټ مسوولین وايي، په دغه ولايت کې د اختریز جام شل‌اوریزې سیالۍ چې د ۶۴ لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې، د برادرز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د میدان‌وردګو د کرکټ امر محمدناصر امرخېل پژواک ته وویل چې د دغو سیالیو پایلوبه د زاهد ملنګ او برادرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې پکې برادرز لوبډلې اتلولي خپله کړه.
د نوموړي په خبره، برادرز لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۵۱ منډو هدف وټاکه، خو د زاهد ملنګ لوبډله ونه توانېده ټاکل شوی هدف پوره کړي او ټوله لوبډله په ۱۴۲ منډو وسوځېده.
بل‌خوا، یو شمېر لوبغاړي د دغو سیالیو له ترسره کېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، یادو سیالیو نه یوازې د کرکټ مینه‌والو ته د خوښۍ فضا برابره کړې وه، بلکې د سیمې ځوانو لوبغاړو ته یې د خپلو وړتیاوو ښودلو او پرمختګ ښه فرصت هم برابر کړی دی.
دوی له اړوندو مسوولینو وغوښتل چې په راتلونکې کې هم ورته سیالۍ ترسره کړي.