کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۵): د فواید عامې وزارت وايي، د دغه وزارت د رېل پټلۍ د مرستیال په مشرۍ یوه پلاوي د رېل پټلۍ د همکارۍ سازمان (OSJD) په څلوېښتم کنفرانس کې چې په قزاقستان کې جوړ شوی و، ګډون کړی او د قزاقستان او آذربایجان له چارواکو سره یې په کتنو کې د حیرتان او تورغونډۍ بندرونو د ظرفیت پر لوړولو، د سیمهییزو لېږدونو پر پراختیا او د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
دې وزارت نن په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې د رېل پټلۍ د همکارۍ سازمان (OSJD) څلوېښتم کنفرانس د ۲۰۲۶ کال د اپرېل له ۲۰مې تر ۲۴مې نېټې پورې د قزاقستان په پلازمېنه آستانه ښار کې د بېلابېلو هېوادونو د رېل پټلۍ د مسؤلینو، تخنیکي کارپوهانو او د ځینو نړیوالو بنسټونو د استازو په ګډون جوړ شوی و.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې کنفرانس کې د فواید عامې وزارت د رېل پټلۍ مرستیال مولوي محمداسحاق صاحبزاده د یوه پلاوي په مشرۍ د اسلامي امارت په استازیتوب ګډون کړی او د کنفرانس په څنډه کې یې مهمې لیدنې او غونډې هم ترسره کړې دي.
په دې کنفرانس کې د هېوادونو ترمنځ د رېل پټلۍ د همکاریو پر پراختیا، د ټرانزیټي دهلېزونو پر ښهوالي، د سوداګرۍ لپاره د اسانتیاوو پر برابرولو، او همدارنګه د نوې ټکنالوژۍ پر کارونې، عصري کولو او د رېل پټلۍ د سیستمونو پر پیاوړتیا بحث او د نظر تبادله شوې ده، څو د اسیا او اروپا ترمنځ د سوداګریزو توکو لېږد چټک او اسانه شي.
د فواید عامې وزارت د رېل پټلۍ مرستیال د دې ناستې په څنډه کې د قزاقستان د رېل پټلۍ له رئیس، د دغه هېواد د ترانسپورت وزارت له مرستیال او د آذربایجان د رېل پټلۍ له رئیس سره جلا جلا لیدنې کړې دي.
همدارنګه، د رېل پټلۍ د تجهیزاتو د تولید او جوړونې له ځینو فابریکو څخه هم لیدنه شوې ده.
په دغو لیدنو کې د حیرتان او تورغونډۍ بندرونو د ظرفیت پر لوړولو او د تاجیکستان د شیرخان بندر له لارې د ګډو لېږدونو پر پراختیا خبرې شوې دي.
سربېره پر دې، د سیمې د ټرانزیټي همکاریو پر پیاوړتیا، د لېږدونو پر زیاتوالي او د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا هم بحث شوی دی.
د غونډې په جریان کې د رېل پټلۍ له لارې د لېږدونو پر زیاتولو او د نویو لارو پر فعالولو ټینګار شوی او د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي بهیر مثبت ارزول شوی دی.