کابل (پژواک، ۱۱چنګاښ ۱۴۰۵): د امریکا او بلجیم ملي لوبډلو د فوټبال ۲۰۲۶ نړۍوال جام د ۳۲ غوره لوبډلو پړاو سیالیو کې خپلو سیالانو ته له ماتې ورکولو وروسته د دغو سیالیو د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته لار ومونده.
د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالۍ د امریکا، کاناډا او مکسیکو په کوربهتوب روانې دي.
د راپورونو له مخې، د فوټبال نړۍوال جام سیالیو کې تېره شپه د امریکا او بوسنیا، د بلجیم او سینیګال لوبډلو ترمنځ لوبې ترسره شوې.
په یادو سیالیو کې یوه لوبه د امریکا او بوسنیا لوبډلو ترمنځ وشوه چې ۲ پر صفر امریکا وګټله او په دغو سیالیو کې یې د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته لار پیدا کړه.
په دې لوبه کې د امریکا لپاره فولارین بالوګون په ۴۵مه دقیقه لومړی ګول وواهه او امریکا یې ۱- صفر مخکې کړه. وروسته مالک ټیلمن د لوبې په ۸۲مه دقیقه کې دویم ګول ترلاسه کړ او د امریکا لوبډله یې ۲ پر صفر بریا ته ورسوله.
دغهراز، په نړۍوال جام کې بله لوبه د بلجیم او سینیګال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې ۳ پر ۲ بلجیم وګټله او د دغو سیالیو د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته یې ته یې لار پیدا کړه.
په دې لوبه کې د سینیګال لوبډله د حبیب دیارا او اسماعیلا سار په یو – یو ګولونو تر ۸۶مې دقیقې پورې له بلجیم څخه ۲-۰ مخکې وه او بل پړاو ته نږدې شوی وه.
خو د بلجیم لپاره رومېلو لوکاکو په ۸۶مه د قیقه کې او یوري ټیلمانس د لوبې په ۸۹مه دقیقه کې یو ـ یو ګول ترلاسه کړ لوبه یې مساوي کړه او اضافي وخت ته یې وغځوله.
د بلجیم لپاره د لوبې په ۱۲۵مه دقیقه کې یوري ټیلمانس د پنالټۍ له لارې ګول تر لاسه کړ او خپله لوبډله یې ۳ پر ۲ بریا ته ورسوله.