ژبه

اوګانډا کې د زده‌کوونکو یوه بس چپه کېدو پېښه کې ۲۱ کسان مړه شوي

احمد صهیب حسرت

۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۰۹:۳۵

Views: ۱۷

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵): د اوګانډا په ختیځ کې د یوه ښوونځي یو بس له ښوونیز سفره د بېرته ستنېدو پر مهال چپه شوی چې له امله یې لږ تر لږه ۲۰ زده‌کوونکي او یو د پاخه عمر کس مړه شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، د اوګانډا پولیسو ویلي چې دغه پېښه د پنجشنبې په ماښام (د جولای ۱۷مه) د اوګانډا او کینیا پولې ته نږدې د کاپچوروا ولسوالۍ اړوند د «چکواتیت» کلي ته څېرمه شوې ده.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، د «کینګ ډیویډ جونیر» ښوونځي بس د «سیپي» له ابشارونو د بېرته ستنېدو پر مهال د کامپالا ښار پر لور روان و چې چلوونکي یې پر موټر کنټرول له لاسه ورکړ. بس لومړی له یوې لویې ډبرې سره ټکر کړی او وروسته له سړکه وتلی او چپه شوی دی.

د اوګانډا چارواکو ویلي چې په دې پېښه کې ۲۰ زده‌کوونکي او یو د پاخه عمر سړی مړه شوي دي. همداراز، له ۱۲ ډېر زده‌کوونکي او درې نور کسان ټپیان دي.

د اوګانډا د سیمه‌ییز حکومت وزیر بالاام باروگاهارا اتیني ویلي، له ۲۸ ډېر ماشومان په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي او د نهو کسانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

چارواکو تر اوسه د مړه شوو زده‌کوونکو هویت او عمرونه نه دي خپاره کړي، خو د هغوی په وینا، هغه د پاخه عمر کس چې په دې پېښه کې یې ژوند له لاسه ورکړی، د یاد ښوونځي بنسټ‌ايښودونکی او مدیر و.