کابل (پژواک، د زمري لومړۍ ۱۴۰۵): د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په فلیپین کې د سوېل ختیځې اسیا هېوادونو ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې د اوکراین د جګړې او د هغې د پای ته رسولو پر لارو چارو خبرې کړې دي.
الجزیرې راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پنجشنبې په ورځ په مانیلا کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره کتلي دي.
په راپور کې راغلي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، لاوروف په دې کتنه کې یو ځل بیا د اوکراین جګړې د سیاسي او ډیپلوماټیک حل لپاره د مسکو چمتووالی څرګند کړ.
د یاد وزارت په وینا، روسیه لا هم هغو وړاندیزونو ته ژمنه ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۲۰۲۵ کال په اګسټ میاشت کې په الاسکا کې د خپلې کتنې پر مهال مطرح کړي وو.
راپور زیاتوي، لاوروف اوکراین ته د وسلو دوامداره لېږد «د نه منلو وړ» بللی او د هغو اروپایي هېوادونو پر سیاست یې نیوکه کړې چې د ده په وینا، روسیې ته د «ستراتیژیکې ماتې» ورکولو هڅه کوي.
سرچینې لیکلي، روبیو له دې کتنې وروسته خبریالانو ته وویل چې له لاوروف سره یې صریح او ښې خبرې کړي او واشنګټن چمتو دی چې د دې «بېمانا جګړې» د پای ته رسولو لپاره رغنده رول ولوبوي.
هغه زیاته کړې چې روسیه او اوکراین دواړه د جګړې د پای ته رسولو انګېزه لري؛ خو اساسي ستونزه داسې یوې هوکړې ته رسېدل دي چې دواړو لورو ته د منلو وړ وي.
دا کتنه داسې مهال شوې چې د اوکراین د سولې خبرې درېدلې او مسکو لا هم د اوکراین د خاورې د ځینو برخو د ورسپارلو غوښتنه کوي.
الجزیرې لیکلي، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي هم ویلي چې د امریکا له استازو سټیو ویټکاف او جیرډ کوشنر سره یې د ډیپلوماسۍ بهیر د بیا راژوندي کولو څرنګوالي په اړه «ښې او مهمې» خبرې کړې دي.
په ورته وخت کې، د روسیې او اوکراین متقابل بریدونه دوام لري. اوکراین د روسیې پر تېلو چاڼخونو، د تېلو پر زېرمتونونو او باروړونکو بېړیو د بېپیلوټه الوتکو بریدونه زیات کړي؛ دغه راز راپورونو له مخې، د جون میاشتې په وروستیو کې د روسیې پراخو بریدونو په کییف کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژلي دي.