ژبه

د امریکا استازو جرګې ۱.۱۵ ټریلیون ډالري پوځي بودجه تصویب کړه

احمد صهیب حسرت

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰:۰۸

Views: ۳۲

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ ۱۴۰۵): د امریکا استازو جرګې د ۱.۱۵ ټریلیون ډالرو پوځي بودیجې طرحه، چې له اسراییلو سره د پوځي او ټکنالوژیکو همکاریو زیاتوالی او له ایران سره د جګړې تمویل هم په کې شامل دي، تصویب کړه.

د الجزیرې د راپور له مخې، دغه طرحه د چهارشنبې په ورځ د ۲۱۲ مخالفو رایو پر وړاندې په ۲۱۶ موافقو رایو تصویب شوه. شپږو ډیموکراټو استازو ورته مثبته رایه ورکړه او اوو جمهوري‌غوښتونکو ورسره مخالفت وکړ.

په راپور کې راغلي، دغه طرحه، چې «د ۲۰۲۷ کال د ملي دفاع د واکونو قانون» نومېږي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې غوښتنې پر بنسټ چمتو شوې چې د دغه هېواد پوځي بودیجه د تېر کال له شاوخوا ۹۰۰ میلیارد ډالرو څخه ۱.۵ ټریلیون ډالرو ته لوړه شي.

ټرمپ ویلي، د ایران پر ضد د امریکا او اسراییلو روانې جګړې ته په پام د پوځي بودیجې زیاتول اړین دي؛ خو یو شمېر ډیموکراټو او جمهوري‌غوښتونکو قانون‌جوړوونکو د جګړې له درنو لګښتونو او له اسراییلو سره د پوځي همکاریو له پراخېدو سره مخالفت کړی.

له ایران سره د جګړې منتقد او جمهوري‌غوښتونکي استازي توماس مسي ویلي چې دغه طرحه د امریکا پوځي ټکنالوژي او د اکمالاتو ځنځیرونه له اسراییلو سره یوځای کوي. هغه هیله څرګنده کړې چې دغه طرحه په سنا مجلس کې رد شي.

الجزیرې لیکلي چې دغه طرحه اوس د تصویب لپاره سنا مجلس ته لېږل کېږي؛ ښایي ډیموکراټان یې د درنو لګښتونو او په ورته وخت کې د ټولنیزو پروګرامونو د کمېدو له امله مخالفت وکړي.

د راپور د معلوماتو له مخې، په سنا مجلس کې د ډیموکراټ اقلیت مشر چک شومر مخکې دغه طرحه د ایران پر ضد د امریکا د حکومت د جګړې د دوام لپاره «اجازه» بللې وه.

سرچینې زیاته کړې چې په دې کڅوړه کې د پوځي بودجې ترڅنګ له اوکراین سره مرسته او د «امریکا ژغورنې» طرحه هم شامله ده چې په دغه هېواد کې به د رایې ورکولو پر بهیر نوي محدودیتونه ولګوي.