ژبه

نایجریا کې پر یوه کلي د وسله‌والو برید کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي

احمد صهیب حسرت

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۰۹:۲۲

Views: ۸

کابل (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د نایجریا په کادونا ایالت کې پر یوه کلي د وسله‌والو برید کې د اتو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي.

رویټرز راپور ورکړی چې دغه برید پرون سهار د «کائورو» ولسوالۍ په «ناریدون» کلي کې شوی دی. وسله‌والو پر خلکو ډزې کړې او کورونه یې ور سوځولي دي.

د سیمې د ځوانانو یوه استازي ایشایا داوا ویلي چې بریدګر شاوخوا نیمه شپه کلي ته ننوتل، پر خلکو یې ډزې وکړې او یو شمېر کسان یې په جاریحه وسلو هم وژلي دي.

د هغه په خبره، ډېری وژل شوي ښځې، ماشومان او سپین‌ږیري دي او د یو شمېر قربانیانو جسدونه روغتون ته لېږدول شوي دي.

د راپور له مخې، د سیمې اوسېدونکو ویلي چې امنیتي ځواکونه د برید له پای ته رسېدو څو ساعته وروسته، د دوشنبې په سهار د پېښې ځای ته ورغلل.

رویټرز لیکلي چې تر اوسه هيڅ ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.