هرات (پژواک، ۸ زمری۱۴۰۵): د هرات ولایت امنیه قومانداني وایي چې د «مسلکي غلو د درېیو ډلو» غړي یې نیولي او ۲۴ غلا شوي موټر یې هم تر لاسه کړي دي.
د هرات امنیه قوماندانۍ د امنیت امر قاري نجیبالله علي وایي: «د مسلکي غلو درې ډلې نیول شوې او په هرات ولایت کې ۲۴ غلا شوي موټر کشف شول.»
د هغه په وینا، دغو کسانو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې وسلهوالې غلاوې کړي او غلا شوي موټر یې هرات ته لېږدول. د ده په خبره، اوس امنیتي ځواکونو د دغو درېیو ډلو ټول غړي نیولي دي.
ده د نیول شوو کسانو شمېر نه دی په ډاګه کړی.
په ورته وخت کې، د هرات امنیه قوماندانۍ ویاند سیدمسعود حسیني وایي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې ډېری کشف شوي موټر د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه غلا او وروسته هرات ته لېږدول شوي وو.
حسیني زیاتوي چې غلا شوي موټر د اسنادو تر څېړنې وروسته خپلو اصلي مالکانو ته سپارل کېږي.