ژبه

بلوچستان کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله ۳۲ کسان مړه شوي

Ahmad sohaib

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۰۷:۰۶

Views: ۲۵

کابل (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۵): په بلوچستان کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۳۲ کان‌کیندونکي مړه شوي او لس نور تر ځمکې لاندې بند پاتې دي.
اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې دغه چاودنه د پنجشنبې په ورځ د بلوچستان د مرکز کوټې ښار په څنډه کې شوې ده.
د کانونو دولتي مفتش غني بلوچ ویلي، د لومړنیو معلوماتو له مخې، داسې ښکاري چې چاودنه په کان کې د مېتان ګاز د راټولېدو له امله شوې وي.
د راپور له مخې، له چاودنې څو ساعته وروسته د اوو کسانو جسدونه راایستل شوي او بیړنیو ډلو وروسته د ۲۵ نورو کسانو مړي هم موندلي دي.
چارواکو او د بلوچستان د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، د لټون او ژغورنې عملیات لا هم روان دي او ژغورونکې ډلې هڅه کوي پاتې بند کسان ومومي او له کان څخه یې راوباسي.
غني بلوچ ویلي، د ژغورنې عملیات به تر هغه دوام وکړي چې ټول بند پاتې کسان وموندل شي، خو د چارواکو په باور ښايي د مړو شمېر نور هم لوړ شي.
هغه زیاته کړې، د مېتان ګاز له چاودنې وروسته د ژوندي کسانو د موندلو امکان کمېږي؛ ځکه د کان دننه د اکسیجن کچه صفر ته راټیټېږي او ژغورونکي هم په ډېر احتیاط مخته ځي.