ژبه

د ناروې کمېټې د افغانستان لپاره خپله څلورکلنه ستراتیژي تشریح کړه

احمد صهيب حسرت

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۱۱:۵۷

Views: ۳۰

کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۵): د اقتصاد وزارت وایي، د اقتصاد وزیر او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې عمومي مشر په لیدنه کې د ګډو همکاریو پر پراختیا، د بشري او پراختیایي مرستو پر دوام او د افغانستان لپاره د یادې ادارې پر څلورکلنې ستراتیژۍ خبرې کړې دي.

د اقتصاد وزارت نن (یکشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اقتصاد وزیر قاري دین‌محمد حنیف د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له عمومي مشرې تاریا مګنوسون واتردال او ورسره پلاوي سره لیدلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د ناروې کمېټې عمومي مشر په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د یادې ادارې څلورکلنه ستراتیژي تشریح کړې او ویلي یې دي چې دغه ستراتیژي پر درېیو اساسي برخو؛ د خوړو خوندیتوب، د طبیعي سرچینو مدیریت او روغتیا او بیارغونه متمرکزه ده.

هغه زیاته کړې چې په دې ستراتیژۍ کې ظرفیت لوړونې او مسلکي زده‌کړو ته هم ځانګړې پاملرنه شوې ده.

د ده په وینا، د اړیکو برخه د دې ستراتیژۍ له مهمو برخو څخه ده او د ناروې کمېټه به هڅه وکړي چې له دې لارې د افغانستان رښتینی او مثبت انځور نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړي.

دی وایي، د نړیوالو مرستو د کمېدو او د امکاناتو پر محدودیت سربېره، دغه اداره به د معلولیت لرونکو کسانو او د ټولنې د نور اړومنو کسانو ملاتړ ته دوام ورکړي او د اقتصاد وزارت په همغږۍ به د افغانستان د خلکو د ژوند د وضعیت ښه‌والي لپاره هڅې وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د اقتصاد وزیر د ناروې کمېټې له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ، د پراختیایي او بشري پروژو د اغېزناک پلي کېدو لپاره د اقتصاد وزارت او کورنیو او بهرنیو موسسو ترمنځ همغږي مهمه بللې ده.

هغه د یادې ادارې د څلورکلنې ستراتیژۍ پلي کول د افغانستان د خلکو د ژوندانه د وضعیت د ښه‌والي لپاره یو اغېزناک ګام بللی دی.

قاري دین‌محمد حنیف همداراز ټینګار کړی چې د اقتصاد وزارت له هغو پروګرامونو ملاتړ کوي چې د ملي ګټو، اقتصادي ودې، د تلپاتې فرصتونو د رامنځته کېدو او د افغانستان د خلکو د هوساینې لپاره وي.

هغه زیاته کړې چې د اقتصاد وزارت به د یوې اسانتیا برابروونکې ادارې په توګه په دې برخه کې لازمې همکارۍ وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، د لیدنې په پای کې د ناروې کمېټې عمومي مشرې د اسلامي امارت له همکاریو، همغږۍ او مدیریت، په ځانګړې توګه له هغو کډوالو سره د مرستې په برخه کې چې په وروستیو کلونو کې افغانستان ته راستانه شوي، مننه کړې او له اقتصاد وزارت سره یې د ګډو همکاریو پر دوام ډاډ څرګند کړی دی.