ژبه

د امریکا په واشنګټن ایالت کې ځنګلي اورلګېدنو له ۷۰۰ ډېرې ودانۍ ویجاړې کړې دي

سهراب سرورى

۱۳ زمری ۱۴۰۵ - ۰۹:۵۵

Views: ۱۳

کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د امریکا د واشنګټن ایالت د سپوکن ښار په شاوخوا کې پراخو اورلګېدنو تر اوسه له ۷۰۰ ډېرې ودانۍ ویجاړې کړې او شاوخوا ۶۴ زره کسان یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

رویټرز د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دغه اورلګېدنې د شنبې په ورځ پیل شوې او پرله‌پسې درېیمه ورځ هم دوام لري.

د راپور له مخې، دغه اورلګېدنه تر اوسه د سپوکن ښار په شمال کې څه باندې اته زره جریب (شاوخوا درې زره او ۲۰۰ هکټاره) ځمکې ته خپره شوې ده.

د راپور پر بنسټ، د دوشنبې تر ورځې شاوخوا ۶۴ زره کسانو ته د سمدستي تخلیې امر شوی او لږ تر لږه ۷۰۰ ودانۍ چې ډېری یې استوګنیزې دي، سوځېدلي دي.

هوایي ارزونې ښيي چې شاوخوا ۴۰۰ نورې ودانۍ هم ښایي زیانمنې شوې یا په بشپړه توګه له منځه تللې وي.

په راپور کې راغلي چې تر اوسه د مرګ‌ژوبلې کومه پېښه نه ده ثبت شوې، خو مسوول چارواکي وایي، د اور له کمېدو او زیانمنو سیمو ته د لټون او پلټنې ډلو له لاسرسي وروسته ښایي د احتمالي مرګ‌ژوبلې شمېر زیات شي.

رویټرز راپور ورکړی چې د دغو اورلګېدنو لامل تر اوسه معلوم نه دی او په دې اړه څېړنې روانې دي.

د راپور له مخې، ورته مهال شاوخوا یو زر او ۱۰۰ اوروژونکي د اور د مهارولو لپاره په سیمه کې پر عملیاتو بوخت دي.