ژبه

د ناروې د کډوالو شورا: له افغانستان سره بشري مرستې باید د سیاسي مسایلو تر اغېز لاندې نه شي

سهراب سروری

۲۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳:۳۸

Views: ۱۰

کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۵): د ناروې د کډوالو شورا وایي، په افغانستان کې د بشري اړتیاوو د زیاتېدو ترڅنګ د نړیوالو مرستو کمښت د اړینو خدمتونو وړاندې کول محدود کړي دي؛ دغه بنسټ له نړیوالې ټولنې غواړي چې له افغان چارواکو سره رغنده تعامل وکړي، څو بشري مرستې او بنسټیز خدمتونه د سیاسي مسایلو تر اغېز لاندې نه شي.

د ناروې د کډوالو شورا (NRC) نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو د څه باندې شپږ میلیونه افغانانو راستنېدو بشري اړتیاوې زیاتې کړي او ترڅنګ یې پرله‌پسې اقلیمي پېښو، سیمه‌ییزو کړکېچونو او د بشري او پراختیایي مرستو کمېدو پر خلکو فشار نور هم زیات کړی دی.

د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي یان ایګلنډ ویلي، د ناټو غړو هېوادونو د افغانستان د خلکو پر وړاندې خپلې پخوانۍ ژمنې هېرې کړې دي.

هغه زیاته کړې، د بودیجې مخ پر زیاتېدونکي کمښت بشري بنسټونه اړ کړي چې بې‌سرپناه او اړمنو افغان کورنیو ته د خوراکي توکو، اوبو، سرپناه او روغتیایي خدمتونو مرستې راکمې کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ډېری راستنېدونکي کډوال د ژوند د اړتیاوو پوره کولو له ستونزو او د کاري فرصتونو له کمښت سره مخ دي.

ایګلنډ ویلي، سرپناه او د ژوندانه د اړتیاوو د پوره کولو ملاتړ د راستنېدونکو له مهمو اړتیاوو شمېرل کېږي او د مرستو کمېدو له امله ډېرې کورنۍ له مناسبې سرپناه بې‌برخې پاتې دي او د خپلو ماشومانو لپاره د خوړو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ دي.

دغه شورا وایي، سره له دې چې په افغانستان کې بشري اړتیاوې زیاتې شوي، خو د بشري مرستو بودجه د پام وړ کمه شوې ده.

د دغه بنسټ په وینا، په ۲۰۲۱ کال کې د بشري اړتیاوو کلنی پلان شاوخوا ۹۶ سلنه تمویل شوی و، خو دغه کچه په ۲۰۲۵ کال کې ۴۲ سلنې ته راټیټه شوه او روان کال تر اوسه یوازې ۲۶ سلنه اړینه بودجه برابره شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، د بشري مرستو بودجه په ۲۰۲۲ کال کې له ۳،۳ میلیارد ډالرو څخه په ۲۰۲۵ کال کې یو میلیارد ډالرو ته راکمه شوې او روان کال تر اوسه له اړینو ۱،۷ میلیارد ډالرو څخه یوازې ۴۵۰ میلیون ډالر برابر شوي دي.

د ناروې د کډوالو شورا دغه راز ویلي چې افغان چارواکو راستنېدونکو ته د ځمکو وېش د هغوی د ملاتړ د پروګرام یوه مهمه برخه ګرځولې، خو د راستنېدونکو د شمېر زیاتوالي، د ځمکو د وېش د بهیر پېچلتیا، د کافي پانګونې نشتوالي او د بنسټیزو خدمتونو کمښت د هغوی د بیا ادغام بهیر ستونزمن کړی دی.

دغه شورا په افغانستان کې د اوږدمهالو حل‌لارو د ملاتړ او د وضعیت د ښه‌والي لپاره د پراختیایي پانګونو د زیاتېدو غوښتنه کړې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې له افغان چارواکو سره مانالرونکی تعامل وکړي، څو بشري مرستې او د بنسټیزو خدمتونو وړاندې کول د سیاسي مسایلو تر اغېز لاندې نه راشي.