ژبه

د ښوونځي پر ځای کار؛ غور کې د یو شمېر ماشومانو د ژوند کیسه

Khwaja Nasir Sideqi

۱۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۴:۵۱

Views: ۴

فیروزکوه (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۵): دوولس کلن رمضان هر سهار د موټرمینځلو په نیت د هریرود سیند غاړې ته ځي، څو د خپلې څلورکسیزې کورنۍ لپاره یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي؛ هغه په خپلو وړو لاسونو کار کوي، خو لا هم هیله لري چې ښوونځي ته ولاړ شي او د ځان لپاره ښه راتلونکی جوړ کړي.

څلور لسیزې جګړې په افغانستان کې د نورو ستونزو ترڅنګ د بېوزلۍ او بې‌کارۍ زیاتېدو لامل شوې او میلیونونه کونډې او یتیمان یې پر ځای پرېیښي دي.

غور کې د پژواک خبریال د دغه ولایت د مرکز فیروزکوه ښار د کارګرو ماشومانو په اړه راپور چمتو کړی دی. د خبریال موندنې ښيي چې هره ورځ د ښار بېلابېلو سیمو کې سلګونه ماشومان راټولېږي او د ترکاریو او مېوو پلورلو، نانوایۍ، ورکشاپونو، خښتو بټیو او نورو کارونو کې بوخت وي.

غور کې د هریرود سیند غاړې ته هره ورځ لسګونه موټر د مینځلو لپاره وروستل کېږي، ډېری هغه کسان چې دغلته موټر منیځي، له ۱۸ کلونو کم‌عمره ماشومان دي.

په دغه ځای کې ماشومان له سهاره تر ماښامه له سطلونو، ټوکرانو او پښو کړو موزو سره د موټرو ورتلو په تمه وي او د موټرو مینځلو او پاکولو له لارې د خپلو کورنیو د ژوند د لګښتونو یوه برخه برابروي.

۱۲ کلن رمضان هم له دغو ماشومانو یو دی؛ هغه چې له لرې موټر وویني، په ټول توان منډه ور وهي، څو له نورو مخکې ځان ورته ورسوي او موټرلرونکی قانع کړي چې موټر یې ومینځي.

رمضان پژواک ته وویل: «هر سهار دغه ځای ته راځم، څو د خلکو موټر ومینځم او ماښام کور ته له ځان سره څو ډوډۍ یوسم.»

هغه زیاته کړه، خپل کار په صداقت ترسره کوي، څو د موټردارانو رضایت ترلاسه کړي او هغوی وهڅوي چې بیا هم د موټر مینځلو لپاره ده ته مراجعه وکړي.

هغه زیاتوي چې د کورنۍ بېوزلۍ او تنګلاسۍ او همدارنګه د خپل سپین‌ږیري پلار بې‌کارۍ اړ کړی چې د کورنۍ د ژوند د لګښتونو دروند بار پر خپلو اوږو واخلي او په ښوونځي کې له زده‌کړو پاتې شي.

د نوموړي په خبره: «پلار مې ناروغ دی، کار نه شي کولای، زموږ اقتصادي وضعیت خراب دی، زه اړ یم چې دلته کار وکړم او د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړم، که زه ښوونځي ته لاړ شم، کار نه شم کولای، ټوله کورنۍ مو وږې پاتې کېږي، څوک نشته چې له موږ سره مرسته وکړي.»

رمضان وايي چې له دغه کاره هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ تر ۳۰۰ افغانیو پورې عاید ترلاسه کوي او ټول عاید یې د خپلې څلورکسیزې کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو لپاره لګول کېږي.

هغه هیله لري چې یوه ورځ دا ستونزې پای ته ورسېږي او دی هم د خپلو همځولو په څېر ښوونځي ته ولاړ شي او زده‌کړې وکړي.

یوازې رمضان نه دی چې د خپلې کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو لپاره د هریرود سیند غاړې ته موټر مینځي، له هغه سره یو شمېر نور ماشومان هم شته چې له سهاره تر ماښامه په دغه ځای کې موټر مینځي.

۱۴ کلن نورالدین هم یو له دغو ماشومانو دی چې د کورنۍ د بېوزلۍ او نادارۍ له امله له ښوونځي پاتې شوی او اړ دی هره ورځ د خلکو موټر ومینځي او د خپلې پنځه‌کسیزې کورنۍ د ضرورتونو پوره کولو لپاره د ورځې تر ۲۰۰ افغانیو وګټي.

د نورالدین پلار له کلونو راهیسې فلج دی او د ناروغۍ پر بستر پروت دی.

هغه زیاتوي چې که یوه ورځ یې د کورنۍ اقتصادي وضعیت ښه شو، غواړي بېرته خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي، څو په راتلونکي کې ډاکټر شي او له دې لارې خپل ولس او ټولنې ته خدمت وکړي.

د رمضان او نورالدین ترڅنګ نور ماشومان هم شته چې د سړک غاړو ته د توکو د پلور، د پلاستیکونو او زړو اوسپنو ټولولو له لارې له خپلو کورنیو سره مرسته کوي.

۱۳ کلن نثاراحمد هم له هغو ماشومانو دی چې هره ورځ د سړک غاړې ته ترکاري پلوري، څو په دې توګه د خپلې کورنۍ په اقتصادي وضعیت کې مرسته وکړي.

هغه له سهاره بیا د غرمې تر ۱۲ بجو ښوونځي ته ځي او له غرمې وروسته په یوه لاسي کراچۍ کې نوش‌پیاز، نعنا، ګشنیز، ګندنه او نوره ترکاري پلوري او له ترلاسه کېدونکي عاید څخه د خپلې کورنۍ د لګښتونو یوه برخه برابروي.

هغه له خپل ورځني عاید څخه خوښ دی او وايي چې په عمومي ډول هره ورځ تر ۳۰۰ افغانیو پورې ګټه کوي؛ خو ځیني وخت یې عاید تر دې زیات او ځیني وخت کم وي.

نوموړی زیاتوي چې که څه هم د دغه کار له امله نه شي کولای خپلو درسونو ته په ښه توګه پاملرنه وکړي، خو هڅه کوي چې له خپلې کورنۍ سره د مرستې ترڅنګ خپلو زده‌کړو ته هم دوام ورکړي.

په همدې حال کې، د غور د کار او ټولنیزو چارو رییس ملا نصرالله انصار پژواک ته وویل چې د هغو ماشومانو لپاره چې له خطر سره مخ دي، د دغه ریاست د روزنتون په چوکاټ کې یې د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

هغه زیاته کړه، اوس مهال د کار او ټولنیزو چارو وزارت په مالي ملاتړ د ۳۷۰ بې‌سرپرسته او کارګرو ماشومانو لپاره د شپې او ورځې د زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

نوموړي وویل: «د غور د کار او ټولنیزو چارو ریاست، له غیردولتي همکارو موسسو سره په همغږۍ، د کارګرو ماشومانو لرونکو کورنیو د ملاتړ او دغو ماشومانو ته ښوونځیو او مدرسو ته د تګ زمینې برابرولو لپاره د حرفوي او مسلکي زده‌کړو پروګرامونه پیل کړي او په دې برخه کې هڅې کوو.»

د غور د کار او ټولنیزو چارو رییس زیاتوي چې د دغو پروګرامونو له لارې د فیروزکوه، تیورې، شهرک، پسابند او چهارسدې ولسوالیو د یو زر او ۸۰۰ کسانو لپاره د کار زمینه او حرفوي او مسلکي زده‌کړې برابرې شوې دي.

د هغه په خبره، د دغو پروګرامونو د پلي کېدو موخه د زیان‌منو ماشومانو ملاتړ، له بېوزلو کورنیو سره مرسته او د داسې زمینې برابرول دي چې ماشومان د سختو کارونو پر ځای خپلو زده‌کړو او تعلیم ته دوام ورکړي.