ژبه

امریکا له غزې د فلسطینیانو ایستلو له طرحې سره مخالفت وکړ

Khwaja Nasir Sideqi

۱۴ وږی ۱۴۰۵ - ۰۹:۳۳

Views: ۳

کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې واشنګټن له غزې د فلسطینیانو د جبري ایستلو، بې‌ځایه کولو یا لېږدولو له هیڅ طرحې یا وړاندیز څخه ملاتړ نه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه څرګندونې د اسرائیلو د دفاع وزیر اسرائیل کاټس د هغو خبرو په غبرګون کې کړې دي چې ویلي یې وو، له غزې د فلسطینیانو وتل د بحران یوازېنۍ «حل‌لاره» ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند پرون (جمعه) الجزیرې ته ویلي چې واشنګټن لا هم په غزه کې د اوربند لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ۲۰ ماده‌ییز پلان ته ژمن دی.

هغه ټینګار کړی: «هیڅوک به اړ نه کړای شي چې له غزې ووځي او هغه کسان چې غواړي له غزې ووځي، ازاد به وي او د بېرته ورستنېدو حق به هم ولري.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې: «متحده ایالات له غزې د خلکو د جبري بې‌ځایه کولو، ایستلو یا جبري لېږدولو له هیڅ طرحې یا وړاندیز څخه ملاتړ نه کوي.»

نوموړي ویلي، هر ډول بې‌ځایه کېدل باید په بشپړه توګه په خپله خوښه وي او د واشنګټن تمرکز «د غزې بې‌وسلې کول، ثبات او د سیمې د اوسېدونکو په ګټه د هغې بیارغونه» ده.

کاټس د تېرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ ویلي وو چې ټرمپ له غزې د فلسطینیانو د ایستلو په اړه خپل ملاتړ نه دی لغوه کړی، بلکې هغه یې «درولی» دی.

هغه ویلي وو: «په پای کې، پرته له دې کډوالۍ د غزې لپاره هیڅ واقعي حل‌لاره نشته.»

د اسرائیلو د ملي امنیت وزیر ایټامار بن‌ګوېر هم د کاټس له څرګندونو یوه ورځ وروسته د هغه ملاتړ کړی او له غزې یې د فلسطینیانو د «کډوال کولو» غوښتنه کړې وه.

د یادونې ده، حماس غورځنګ او اسرائیلو د تېر کال په اکټوبر کې د ټرمپ له خوا د وړاندیز شوي اوربند له هوکړې سره موافقه کړې وه، خو پر غزې د اسرائیلو بریدونه دوام لري.