ژبه

د امنیت شورا د مصنوعي ځیرکتیا خطرونه څېړي؛ د «اوپن‌اې‌آی» مشر په غونډه کې وینا کوي

Khwaja Nasir Sideqi

۲۸ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶:۱۱

Views: ۵

کابل (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۵): د «اوپن‌اې‌آی» اجرائیوي مشر به راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کې وینا وکړي؛ دغه غونډه د مصنوعي ځیرکتیا له احتمالي ناوړه استفادې سره د تړلو خطرونو، پر نړیوال امنیت د هغې د اغېزو او د دې ټکنالوژۍ د خوندي او مسوولانه پراختیا په اړه د بحث لپاره جوړېږي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د مصنوعي ځیرکتیا امریکايي شرکت اوپن‌اې‌آی ویاند پرون (جمعه) ویلي، آلټمن به د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا په علني غونډه کې په حضوري ډول وینا وکړي.

د دغه شرکت د ویاند په خبره، د آلټمن څرګندونې به پر نړیوالې همغږۍ، د خوندیتوب د ګډو معیارونو پر رامنځته کولو او هغو اقداماتو متمرکزې وي چې «اوپن‌اې‌آی» یې د دې لپاره ترسره کوي څو د نړۍ خلک له دې ټکنالوژۍ څخه ګټه واخلي.

په راپور کې راغلي چې دغه غونډه د فرانسې په نوښت جوړېږي. فرانسه د سپټمبر په میاشت کې د امنیت شورا دوره‌یي مشري پر غاړه لري او د غونډې مشري به د فرانسې د اروپا او بهرنیو چارو وزیر ژان‌نوئل بارو وکړي.

د راپور له مخې، د فرانسې په هغه مفهومي یادښت کې چې د امنیت شورا غړو ته ورکړل شوی او رویټرز لیدلی، ویل شوي چې د ناوړه موخو لپاره د مصنوعي ځیرکتیا د احتمالي ناوړه استفادې له خطرونو په پام کې نیولو سره، اړتیا ده چې د نړیوالې ټولنې په ګټه د دې ټکنالوژۍ د خوندي او مسوولانه پراختیا لپاره اقدامات وشي.

فرانسې ویلي چې دغه غونډه به د مصنوعي ځیرکتیا پر کنټرول د لاس‌بري له لاسه ورکولو له خطرونو او همدارنګه د دې ټکنالوژۍ له نویو ماډلونو څخه د هغو اقداماتو د پراختیا یا ترسره کولو لپاره د استفادې په اړه د بحث فرصت هم برابر کړي چې پر نړیوالې سولې او امنیت اغېز کولی شي.