ژبه

ټایوان کې د سخت توپان له امله یو کس مړ او سلګونه نور ټپیان شوي

Khwaja Nasir Sideqi

۲ لړم ۱۴۰۵ - ۰۹:۱۲

۰ کتنې

کابل (پژواک) – په ټایوان کې د «چامپي» په نوم د سخت توپان له امله یو کس مړ، ۵۲۷ نور ټپیان شوي او له ۲۸۸ زره د ډېرو کورونو برېښنا پرې شوې ده.

رویټرز نن (شنبه، د اکټوبر ۲۴مه) راپور ورکړی چې چامپي توپان له سختو بادونو او ورښتونو سره د ټایوان ځینې سیمې ځپلې چې له امله یې ونې چپه شوې، د برېښنا تاسیسات زیانمن شوي او الوتنې له خنډ سره مخ شوې دي.

د راپور له مخې، په ځینو ساحلي سیمو کې د باد سرعت په ساعت کې ۲۲۷ کیلومترو ته رسېدلی چې له امله یې د کورونو چتونه ویجاړ شوي او د برېښنا د لېږد مزي پرې شوي دي.

د ټایوان د اوروژنې ادارې اعلان کړی چې یو سړی د لیوچیو ټاپو سیمه کې سختو څپو سمندر ته وړی او مړ شوی دی. دغه‌راز، د یاد توپان له امله د ټپیانو شمېر ۵۲۷ کسانو ته رسېدلی دی.

د ټایوان برېښنا شرکت ویلي چې له ۲۸۸ زره د ډېرو کورونو برېښنا پرې شوې وه، خو د ډېری هغو برېښنا بېرته وصل شوې ده.

په همدې حال کې، د ټایوان د ټرانسپورټ وزارت د ۲۵۹ الوتنو لغوه کېدو خبر ورکړی، په داسې حال کې چې د جمعې په ورځ نږدې زر الوتنې لغوه شوې وې.

د ټایوان د شمالي او مرکزي سیمو، د تایپي په ګډون، سیمه‌ییزو چارواکو د دویمې پرله‌پسې ورځې لپاره ښوونځي او دولتي ادارې رخصت اعلان کړي دي.

د یاد هېواد د هواپېژندنې ادارې ویلي، چامپي توپان، چې مخکې د «ستر توپان» کچې ته رسېدلی و، اوس د کمزورې کېدو په حال کې دی او د شمال پر لور حرکت کوي.

د وړاندوینو له مخې، دغه توپان به د چین د ساحلونو په اوږدو کې خپل حرکت ته دوام ورکړي او وروسته به د جاپان سوېلي سیمو ته ورسېږي، خو تمه نه کېږي چې په مستقیم ډول د چین وچې ته داخل شي.

په همدې حال کې، چیني چارواکو د دغه توپان له احتمالي زیانونو سره د مبارزې لپاره بېړني تدابیر نیولي او زرګونه ژغورونکي ځواکونه یې چمتو کړي دي.