منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۲ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

جي‌‌ډي ونس د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو بیا پیلېدو لپاره محسن رضايي ته لیک لېږلی

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک) – الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چې د امریکا مرستیال ولسمشر جي‌ډي ونس د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي ته لیک لېږلی څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو د بیا پیلېدو لپاره لاره هواره او «پر ایران د امریکا د احتمالي نویو بریدونو» مخه ونیول شي.

په راپور کې د امریکايي رسنیو له قوله ویل شوي چې دغه لیک د قطر د منځګړیتوب له لارې د یکشنبې په ورځ رضايي ته سپارل شوی او موخه یې دا ده چې معلومه شي، ایا د واشنګټن او تهران ترمنځ د اختلافونو د کمولو او د خبرو اترو لپاره ګډو ټکو ته رسېدل ممکن دي که نه.

د راپور له مخې، د وال‌سټریټ ژورنال په حواله، په لیک او ورپسې خبرو کې د سولې د مشخصو شرایطو پر ځای د مذاکراتو د یوه احتمالي چوکاټ پر جوړولو بحث شوی دی.

همدارنګه، د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، ونس وړاندیز کړی چې په نږدې وخت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ غونډه وشي او دی به د امریکايي پلاوي مشري وکړي. په راپور کې ویل شوي چې د ایران اټومي پروګرام به له پیله د خبرو اترو یوه مهمه موضوع وي او که تهران دا وړاندیز ومني، ښايي خبرې راتلونکې اونۍ په قطر یا ترکیه کې ترسره شي.

تر اوسه د ایران چارواکو په رسمي ډول د دغه لیک په اړه څرګندونې نه دي کړې؛ خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د چهارشنبې په ورځ پر ټولنیزو رسنیو لیکلي، که څه هم د ایران وسله‌والو ځواکونه دفاع ته بشپړ چمتو دي، خو ډیپلوماسي ته هم وخت ورکوي.

د احتمالي پوځي بریدونو اندېښنې

د الجزیرې د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو متحدانو ته ویلي چې ښايي د راتلونکې اونۍ د امریکا د منځمهاله ټاکنو له ترسره کېدو وروسته پر ایران یو لنډمهالی او سخت پوځي «کمپاین» ترسره شي.

ټرمپ تر دې مخکې هم ویلي وو چې ښايي د ایران پر وړاندې د «ایپیک فیوري» په نوم د عملیاتو په څېر یو بل پوځي اقدام وکړي. یاد عملیات د راپور له مخې د روان کال په فبرورۍ کې پیل شوي وو.

په راپور کې د کارپوهانو له قوله ویل شوي چې د امریکا د احتمالي برید خطر لوړ دی او د ډیپلوماسۍ لپاره وخت محدودېږي. د نړۍوال کړکېچ ډلې شنونکي علي واعظ ویلي چې د پوځي اقدام لپاره چمتووالی روان دی او د خبرو لپاره موجود فرصت په کمېدو دی.

د راپور له مخې، همدارنګه ایران هم خبرداری ورکړی که برید پرې وشي، ښايي په سیمه کې د تېلو پر تاسیساتو، د سمندر اوبو کې مخابراتي کیبلونو، د معلوماتو پر مرکزونو او د مصنوعي ځیرکتیا پر تاسیساتو بریدونه وکړي.