کابل (پژواک) – د کانونو او پټرولیم وزارت، د امارتي شرکتونو لوی ریاست او عزیزي شرکتونو ترمنځ د جوزجان د طبیعي ګازو او د بغلان د ډبرو سکرو د استخراج او برېښنا تولید تړونونه د ۳۰ کلونو لپاره لاسلیک شول چې له مخې یې هره پروژه د شاوخوا زر مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.
دغه تړونونه نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې لاسلیک شول.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت نن (چهارشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغو پروژو موخه د کورنۍ برېښنا د تولید زیاتوالی، د انرژۍ د امنیت پیاوړتیا او د هېواد د اقتصادي ودې ملاتړ دی.
د خبرپاڼې له مخې، هره پروژه د شاوخوا زر مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره طرحه شوې او تړونونه یې د ۳۰ کلونو لپاره لاسلیک شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې تمه ده دواړه پروژې په مستقیم او غیرمستقیم ډول شاوخوا پنځه زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.
د خبرپاڼې له مخې، د دغو تړونونو له لاسلیک مخکې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د عزیزي شرکتونو له عمومي رییس میرویس عزیزي او ورسره پلاوي سره کتلي او د یادو شرکتونو د پیل شوو او پیلېدونکو پروژو په اړه یې خبرې کړې دي.
میرویس عزیزي په دې کتنه کې ویلي چې شرکتونه یې په افغانستان کې د طبیعي ګازو او ډبرو سکرو د استخراج او برېښنا تولید په ګډون د بېلابېلو پروژو عملي کولو ته ژمن دي.
هغه زیاته کړې چې دا مهال په غزني ولایت او د کابل په نغلو او باریکآب سیمو کې د لمریزې برېښنا د تولید پروژو چارې روانې دي.
بلخوا، ملا عبدالغني برادر اخوند د عزیزي شرکتونو پانګونه او د اقتصادي پروژو پیل مهم ګام بللی او ویلي یې دي چې د دغو پروژو په عملي کېدو سره به اقتصادي پرمختګ ته زمینه برابره او د بېکارۍ کچه راټیټه شي.
ده له اړوندو وزارتونو او ادارو غوښتي چې د دغو پروژو په عملي کولو کې له عزیزي شرکتونو سره همکاري وکړي.










