کابل (پژواک) – د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د چین د سفر پر مهال یې یوه سلاکار له چینایي چارواکو سره په دغه هېواد کې د دوو نیول شوو امریکایي وګړو د خوشي کېدو موضوع مطرح کړې؛ خو بیجینګ تر دې مخکې ټینګار کړی و چې د نیول شوو کسانو قضیې د دغه هېواد له قوانینو سره سم څېړل کېږي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ډونالډ ټرمپ تېره ورځ (پنجشنبه) له دغه اژانس سره په ټیلېفوني مرکه کې ویلي چې چین ته د نوموړي د وروستي سفر پر مهال یې یوه سلاکار له چینایي چارواکو سره د یولین چن او مین زین په نوم د دوو امریکایي وګړو د نیولو او خوشي کېدو موضوع مطرح کړې ده.
ټرمپ د دغو خبرو په اړه د جزییاتو له ورکولو پرته زیاته کړې چې د ولسمشرۍ د دویمې دورې له پیلېدو راهیسې یې په بېلابېلو هېوادونو کې ګڼ شمېر نیول شوي امریکایي وګړي خوشي شوي دي.
د راپور له مخې، چن د ۲۰۲۴ کال له نومبر راهیسې د جاسوسۍ په تور په چین کې بندي دی او زین، چې د میانمار د چارو څېړونکی دی، د روان کال په جون میاشت کې چین ته د سفر پر مهال نیول شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دغو دوو کسانو نیول کېدل ناعادلانه بللي او د هغوی خوشي کېدل یې د واشنګټن له لومړیتوبونو ګڼلي دي.
بلخوا، په واشنګټن کې د چین سفارت ویاند تر دې مخکې ویلي وو چې د دغه هېواد قضایي بنسټونه د نیول شوو کسانو قضیې د قانون له مخې څېړي او د ناعادلانه نیونې په نوم څه نه شته.
له بلې خوا، د اېبيسي نیوز د راپور له مخې، امریکایي چارواکو ویلي چې د ټرمپ حکومت پر چین د فشار زیاتولو لپاره بېلابېلې لارې څېړي چې له دې ډلې یوه هم دغه هېواد ته د امریکایي وګړو د سفر په اړه د خبرداري سختول دي.
تر اوسه د دغو دوو امریکایي وګړو د خوشي کېدو په اړه د کومې هوکړې اعلان نه دی شوی.









