منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۴ غ.م
۱۲°صاف · ↑۱۸° ↓۴°د هوا کیفیت: منځنی

کاناډا او قطر افغانستان کې کاناډايي وګړو ته د کنسولي خدمتونو برخه کې هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

· ۱ دقیقه لوستل · ۲ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک) – د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې انیتا انند له قطر سره په افغانستان کې کاناډايي وګړو ته د کنسولۍ خدمتونو برابرولو په موخه د یوه هوکړه‌لیک له لاسلیکولو خبر ورکړی دی.

انند پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې کاناډا او قطر د پانګونې پر یوه مهم هوکړه‌لیک سربېره، په افغانستان کې کاناډايي وګړو ته د اړتیا پر مهال د کنسولۍ خدمتونو وړاندې کولو په موخه هم یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی.

هغې ویلي، د پانګونې هوکړه‌لیک چې نږدې یو کال کار پرې شوی، د قطر ۳۰۰ میلیارد ډالري اقتصاد ته د کاناډايي شرکتونو د لا ډېر لاسرسي زمینه برابروي، په بهر کې د هغوی له پانګونو ساتنه کوي او په کاناډا کې د پانګونې له جذب او د کاري فرصتونو له رامنځته کولو سره مرسته کوي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې دغه‌راز په خلیج کې د قطر د منځګړیتوب رول ستایلی او ویلي یې دي چې دواړه هېوادونه په سیمه کې د سولې ټینګښت لپاره د همکاریو پراختیا ته ژمن دي.

انند زیاته کړې چې د کاناډا او قطر ترمنځ له څه باندې ۵۰ کلونو ډیپلوماتیکو اړیکو وروسته، نوي هوکړه‌لیکونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا پیاوړې ملګرتیا زمینه برابروي.

هغې په افغانستان کې کاناډايي وګړو ته د کنسولي خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي او جزئیاتو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.