منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۵۰ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

سوداګري او اقتصاد

۷،۲۵۲ راپورونه

راپورونه

نورالدین عزیزي په اقتصادي وده او پایښت لرونکې پراختیا کې د ازادو زونونو پر رول ټینګار کړی

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر په چین کې د ازادو زونونو سازمان په نړۍوال کانګرس کې په خپله وینا کې د اقتصاد او سوداګرۍ ودې او پایښت لرونکې پراختیا ته د رسېدو برخو کې د ازادو اقتصادي زونونو پر اساسي رول ټینګار کړی دی.

قزاقستان: د تورغونډۍ – هرات او هرات – سپین‌بولدک اوسپنې پټلۍ پروژو عملي کېدو ته چمتو یو

قزاقستاني پلاوي د ټولګټو وزارت مسوولینو ته ډاډ ورکړی چې دغه هېواد د تورغونډۍ - هرات او هرات – سپین‌بولدک اوسپنې پټلۍ پروژو د عملي پلان د تطبیق لپاره چمتووالی لري. د ټولګټو وزارت نن…

اقتصادي معاونیت: بلخ او هرات کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا د تولید پروژې پانګونې ته چمتو دي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، په هرات او بلخ ولایتونو کې د ۲۰۰ ميګاواټه بادي برېښنا د تولید پلان شوې پروژې د پانګونې لپاره چمتو شوې دي. د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت نن په یوه خبرپاڼه…

افغانستان کې د تېلو بیې ولې لوړې شوې دي؟

د پژواک موندنې ښیي چې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لومړیو په پرتله، د تېلو بیې په نړۍوال مارکېټ کې پنځه سلنه ټیټې شوې، خو په افغانستان کې په داسې حال کې ۲۲ سلنه…

خوست کې د تولیدي کارخونو مالکین د دغه ولایت د صنعتي پارک جوړولو د چارو د چټکتیا غوښتنه کوي

خوست کې یو شمېر خلک او د تولیدي کارخونو مالکین د دغه ولایت د صنعتي پارک جوړولو د چارو د چټکتیا غوښتنه کوي خو ځایي مسوولین وایي چې په دې برخه کې ټول خنډونه لري شوي او په نږدې راتلونکي کې په دغه صنعتي پارک کې ګڼې رغنیزې پروژې پیل شي.

تېرو شپږو میاشتو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه څه باندې ۱.۶ میلیارد ډالرو ته رسېدلې

د صنعت او سواګرۍ وزارت وايي چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه یو میلیارد او ۶۲۶ میلیون امریکايي ډالرو ته رسېدلې ده. دغه…

زرمینه؛ هغه جوزجانۍ مېرمن چې دېوې کارګاه په جوړولو سره یې۵۰ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې

د جوزجان د مرکز شبرغان ښار اوسېدونکې زرمینې خیري چې څلور کاله مخکې یې په ډېرو لږو پیسو د غالۍ اوبدلو او خیاطۍ کارګاه جوړه کړه، اوس یې نه یوازې ۵۰ ښځو او نجونو ته د کار زمینه برابره کړې، بلکې هغوی یې یوې روښانه راتلونکې ته هم هیله‌منې کړې دي.  

د سپین‌بولدک – چمن دروازه کې د پاکستان له لوري خنډونو سوداګر له ستونزو او زیان سره مخ کړي

کندهار کې ځايي چارواکي وایي، د سپین‌بولدک – چمن دروازه کې د پاکستان له لوري د خنډونو جوړولو له امله دې غاړې ته زرګونه سوداګریز او نور موټر په انتظار ولاړ دي چې سوداګر او خلک یې له زیان او ستونزو سره مخ کړي دي.

د کاني موادو د پروسس او صادراتو د پاليسۍ مسوده او د هېواد په بندرونو کې د لابراتواري کمپلېکس جوړولو طرحه تایید شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي چې د اقتصادي کمېسیون ناسته کې د کاني موادو د پروسس او صادراتو د پاليسۍ مسوده او د هېواد په بندرونو کې د لابراتواري کمپلېکس جوړولو طرحه تایید شوه.

نور راپورونه