Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ښار کې د ځینو خوراکي توکو او سرو زرو بیې یو څه ټیټې شوې دي

کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۴): نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د ځینو خوراکي توکو او سرو زرو بیې ټیټې شوې، په داسې حال کې چې د نفتي توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی.

کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۲۴۵۰ څخه ۲۳۵۰ افغانیو او د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړیو بیه له ۱۶۰۰ څخه ۱۵۵۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.

د نوموړي په وینا، د تقاضا کمېدو او وارداتو ډېرېدو له امله د کابل ښار په بازارونو کې د بورې او غوړیو بیې هم ټیټې شوې دي.

خو هغه وايي، نن د تېرې اونۍ په څېر په عمده ډول ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۴۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام تور افریقایي چای په ۳۸۰ افغانۍ او یو کیلو شین اندونیزیایي چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون‌پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۴۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۴۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۶۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام تور افریقایي چای په ۴۳۰ افغانۍ پلورل کېږي.

نفتي توکي

کابل ښار کې احمدیار د تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل، نن د تېرو اوو ورځو په څېر د یوه لېتر پټرولو بیه ۷۱ افغانۍ او د یو لېتر ډېزلو بیه هم ۷۱ افغانۍ ده.

دغه‌راز، د کابل ښار په دهن‌باغ کې یو هټۍوال محمدجان امین وايي چې نن د تېرې شنبې په څېر یو کیلو اوبلن ګاز په ۵۰ افغانیو پلوري.

د سرو زرو بیې

کابل ښار کې د یوې زرګرۍ مالک محمد‌فواد وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په نسبت د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۶۳۰۰ څخه ۶۲۷۰ افغانیو ته او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۵۰۰۰ څخه ۴۸۹۰ افغانیو ته ټيته شوې ده.

د سرو‌زرو پلورونکو په وینا، د کابل ښار په بازارونو کې د سرو‌زرو بیو بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو له بدلون سره تړاو لري.

د اسعارو بیې

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د یوې صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وویل چې نن د یوه ډالر پېر بیه ۶۷ اعشاریه ۳۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۳۰ افغانیو تبادله کېږي.

دا په داسې حال کې چې د روان کال د وږي په ۲۲مه د یوه ډالر د اخیستو بیه ۶۸ اعشاریه ۱۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۳۵ افغانۍ تبادله کېدې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.