Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

قزاقستان: د تورغونډۍ – هرات او هرات – سپین‌بولدک اوسپنې پټلۍ پروژو عملي کېدو ته چمتو یو

کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۴): قزاقستاني پلاوي د ټولګټو وزارت مسوولینو ته ډاډ ورکړی چې دغه هېواد د تورغونډۍ – هرات او هرات – سپین‌بولدک اوسپنې پټلۍ پروژو د عملي پلان د تطبیق لپاره چمتووالی لري.

د ټولګټو وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د دغه وزارت تخنيکي مرستيال مولوي عبدالکريم فاتح د اوسپنې پټلۍ مرستيال مولوي محمداسحاق صاحب‌زاده او تخنيکي ټيمونو د قزاقستان د ترانسپورټ وزارت له مرستيال ژانيبک ژومايويچ تايژانوف، د صنعت او ساختمان وزارت له مرستيال شرخان ايران شرخانويچ او مل پلاوي سره د ياد هېواد د سفير گزیز اکباسوف په شتون کې کتلي دي.

سرچینې لیکلي، په دې کتنه کې د ټولګټو وزارت تخنيکي مرستيال ویلي: «خوښ يو چې افغانستان او قزاقستان له يو بل سره تاريخي، اقتصادي، تجارتي او ترانزيټي اړيکې لري او بايد هڅه وشي چې دا اړيکې لا پراخې شي.»

سرچینې زیاته کړې، قزاقستاني پلاوي ویلي، دوی خپل دغه سفر د تورغونډۍ – هرات او هرات – سپين‌بولدک اوسپنې پټلۍ پروژې د عملي پلان تطبيق ته د چمتووالي ښودو په موخه کړی دی.

ټولګټو وزارت لیکلي، په دې ناسته کې د اوسپنۍ پټلۍ مرستیال وویل چې دا مهال د ټولګټو وزارت له لوري د هرات – کندهار اوسپنې پټلۍ پروژې د سروې چارې بشپړې شوې او د ډيزاين چارې يې جريان لري.

سرچینې ویلي، د ليدنې په جريان کې د ټولګټو وزارت او قزاقستاني لوري ترمنځ يوه صورت جلسه او عملي پلان (اکشن پلان) هم لاسليک شول.

ټولګټو وزارت وایي، په دې لیدنه کې پرېکړه وشوه چې د تورغونډۍ – هرات او هرات – سپين‌بولدک اوسپنې پټلۍ پروژې د عملي چارو د پيل او د يادې پروژې د راتلونکو حقوقي او مالي شرايطو په تړاو د بحثونو لپاره يوه ګډه تخنيکي او مالي کمېټه رامنځته شي چې په نږدې راتلونکي کې به په دې اړه د قزاقستان تخنيکي ټيم هم افغانستان ته سفر وکړي.

سرچینې د معلوماتو له مخې، په پای کې ټولګټو وزارت قزاقستاني لوري ته ډا‌ډ ورکړ چې افغانستان د يادې پروژو د عملي کار پيل ته بشپړ چمتووالی لري او بايد دا پروژه د ا.ا د نافذه قوانينو په رڼا کې تطبيق شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.