منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۶ غ.م
۴°صاف · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
برخه

فيچرونه

۳،۸۴۸ راپورونه

راپورونه

د افغانانو ودونو کې دودونه او رواجونه؛ د تېرو ۳۰ کلونو په پرتله په دغو دودونو کې کوم بدلونونه راغلي

د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي د خپلو ودونو په مراسمو کې د بدلونونو خبره کوي او وایي، پخوا د ودونو مراسم ساده او کم‌لګښته وو، خو اوس د رواجونو په ډېرېدو سره د دغو مراسمو لګښت هم لوړ شوی دی.

ډاکټران: ماشومانو ته باید له هرو شپږو میاشتو وروسته د کولمو چینجیو ضد درمل ورکړل شي

ډاکټران وايي، د اسکاریس مخنیوي لپاره چې ماشومانو کې د چینجیو یو عام عفونت دی، د شخصي او چاپېریالي حفظ‌الصحې مراعتولو ترڅنګ باید هرو شپږو میاشتو کې یو ځل ماشوم ته د چینجیو ضد درمل ورکړل شي.

د بامیان په ځینو روغتیايي مرکزونو کې د درملو کمښت د دغه ولایت د خلکو اندېښنې ډېرې کړې دي

د بامیان یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت په ځینو روغتیايي مرکزونو کې د درملو کمښت له امله اندېښنه څرګندوي او په دې برخه کې له حکومته د پاملرنې غوښتنه کوي، خو مسوولین بیا وايي، د یادې ستونزې د حل په موخه هڅې روانې دي.

د زرنج ښار ځیني اوسېدونکي دغه ښار کې له ترافیکي بې‌نظمیو شکایت لري

د زرنج ښار ځیني اوسېدونکي، نیمروز کې د ترافیکي اشارو نشتوالي او دغه ښار کې د ماشومانو له لوري د موټر چلوونې له امله شکایت لري، بلخوا د دغه ولایت د ترافیکو اداره وایي، ترافیکي ستونزو ته د رسېدنې په موخه یې کمېټه جوړه کړې ده.

د غاښونو ساتنې لپاره باید څه وشي؟

د خولې د جوف ناروغیو یو پروفیسر د دې ترڅنګ چې له خوب څخه له پاڅېدو وروسته او له ویده کېدو مخکې د غاښونو پر برس کولو ټينګار کوي، وایي، د خولې او غاښونو حفظ الصحې نه مراعتول، د ګازلرونکو نوشابو څښل او د خوږو خوړل د غاښونو خرابېدو لامل کېږي.

نور راپورونه