ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې کلالان د خپل کاروبار برخه کې له ستونزو سره مخ دي

خوست کې کلالان د خپل کاروبار برخه کې له ستونزو سره مخ دي

author avatar
20 Apr 2024 - 13:29
خوست کې کلالان د خپل کاروبار برخه کې له ستونزو سره مخ دي
author avatar
20 Apr 2024 - 13:29

خوست‌ښار (پژواک، د غویي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): خوست کې يو شمېر کلالان وايي، په دې وروستیو کې یې د ځینو ستونزو له امله کاروبار پيکه شوی او له حکومته غواړي چې په هواري کې یې مرسته ورسره وکړي.

خوست ښار کې يوه کلال میرزا پژواک خبري اژانس ته وويل، څه باندې لس کاله کېږي چې د دغه کسب له لارې خپلې ورځنۍ اړتیاوې پوره کوي، خو په خبره یې چې د مناسب ځای او وسایلو نشتوالي یې د کاروبار غوړېدو مخه نیولې ده.

هغه زیاته کړه: «ډېر مشکلات دي، اوس یې له غریبۍ او کاروباره غورځولي یو، د ځای مشکل دی چې ځای دې نه وي، کاروبار هم نه کېږي.»

خوست کې یو بل کلال جمیل بيا وويل چې د مناسب ځای نشتوالي ترڅنګ له نورو هېوادونو واردېدونکو توکو یې هم پر کاروبار منفي اغېز کړی دی.

هغه وويل، د کلالۍ هغه توکي چې په دننه هېواد کې کې توليديږي، چارواکي دې د ورته توکو پر وارداتو بنديز ولګوي.

هغه زیاته کړه: «ډېرې ګلدانۍ له پاکستانه راځي، دلته هم جوړيږي، بل دلته موږ مناسب ځای نه لرو چې له وجې يې زموږ کاروبار خراب شوی دی.»

دغه راز يو بل کلال نصيرالله هم وايي چې که حکومت ورسره د نوو وسايلو په برابرولو کې مرسته وکړي، دوی دا وړتيا لري چې د کلالۍ هر ډول لوښي جوړ او بازار ته وړاندې کړي.

بل لور ته د خوست ښاروالۍ مسوولین د ښاري اصنافو لپاره د مشخصو ځایونو نشتوالي ستونزه مني، خو ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به د نورو اصنافو ترڅنګ د کلالانو ستونزو ته هم رسېدنه وشي.

د خوست ښاروال قاري بسم‌الله بلال پژواک ته وويل، هڅه يې دا ده چې کلالي توکو ته مناسب بازار پیدا کړي او د دې ترڅنګ به ورته وړ ځای هم وټاکل شي.

دی زياتوي: «موږ اجراات کوو، څو هر صنف ته مناسب ځای پیدا کړو، انتقال یې کړو، د دې ترڅنګ کوم کلالان چې دي، ممکن دوی ته ګیله هم ولاړه وي، خو موږ به د هغوی په خوښه مناسب ځای ورته پیدا کوو.»

د کلالۍ صنعت په افغانستان کې اوږده مخینه لري؛ په خوست کې د ګوتو په شمېر څو کلالۍ فعالې دي، که پر وړاندې یې شته ستونزې هوارې نه شي نو په دغه ولایت کې به دغه صنعت له منځه ولاړ شي.

Visits: 30

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.