د فراه محبس په دارالتادیب کې د کرونا نهه مثبتې پېښې ثبت شوې
د فراه ولایت روغتيايي سرچينې وايي، د دغه ولایت محبس په دارالتادیب کې نهه ماشومان پر کرونا اخته شوي دي.
د فراه ولایت روغتيايي سرچينې وايي، د دغه ولایت محبس په دارالتادیب کې نهه ماشومان پر کرونا اخته شوي دي.
د بغلان روغتيايي مسوولين وايي، په تېرو پنځو مياشتو کې په دغه ولايت کې ٤٣٩٧ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي چې شلو يې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
په زابل کې په داسې حال کې د تېر په پرتله د نريرنځ/ توبرکلوز پېښې ۲۵ سلنه ډېرې شوې چې په دغه ولایت کې د دغې ناروغۍ د درملنې ځانګړی روغتون نشته.
د بامیان اوسېدونکي د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې د درملو له کمښت او د روغتیايي خدماتو له ټیټ کیفیته شکایت کوي، له مسوولینو غواړي چې دغو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د افغانستان د عامې روغتیا مسوولین په هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین د څلور ورځني کمپاین له پیلېدو خبر ورکوي او وايي، ټاکل شوې چې په دغه کمپاین کې تر پنځو کلونو…
د فراه عامې روغتيا ریاست وايي، د څښاک پاکو اوبو د کمښت له امله په دغه ولایت کې د نسناستي ناروغي زیاته شوې او په تېره یوه میاشت کې ۱۲۴۲ پېښې یې ثبت شوې دي.
په کندهار کې نن د وږي په ۲۸مه، په داسې حال کې د ماشومانو د ګوزڼ/ پولیو واکسین درې ورځنی کمپاین پیل شو چې په تېر پړاو کې ۴۴ سلنه ماشومان له واکسینه پاتې شوي وو.
په کندوز ولایت کې یوه خیریه بنسټ له اړمنو سره د مرستې په موخه سلګونه کسانو ته د وړیا درملنې زمینه برابره کړې ده. د دغه خیریه بنسټ مسوولین وايي، د دغه پروګرام له…
د کونړ روغتيا ریاست وايي، تازه د دغه ولایت په پېچ دره ولسوالۍ کې وړمه ورځ د ګوزڼ یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده. د دغه ولایت د عامې روغتيا ریاست د کتلوي معافیت عمومي…
د بلخ د مرکز مزارشریف یو شمېر درمل پلورنکي وایي، د درملو پر وارداتو د حکومتي محدويتونو او نامناسب بانکي سيسټم له امله د درملو بيې لوړې شوې دي.
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وایي، تېره اونۍ په افغانستان کې له ۱،۲ میلیون ډېرو ماشومان ته د شري ناروغۍ واکسین تطبیق شوى دی.
د طب برخې یو کارپوه په داسې حال کې له غوړو ډېره استفاده د روغتیا لپاره مضره ګڼي او سپارښتنه کوي، د ورځې باید په مناسبه اندازه استفاده شي؛ چې د افغانستان د درملو او خوړو ملي ادارې د سلګونه ټنه سرطان پیداکوونکو غوړیو د کشف او ضبط خبر ورکړی دی.
کونړ کې روغتيايي سرچينې وايي، تېره ورځ د دغه ولایت د مرکز اسعداباد له ولایتي روغتونه یو نوی زېږېدلی ماشوم غلا شوی شوی.
د پکتیکا په مرکز او ۱۲ ولسوالیو کې د روغتيا د پرمختګ او ادارې موسسې (اوایچپيایم) له لوري د کورنیو ۱۸ روغتیايي ځالې پرانیستل شوې چې د ۲۳ قابلو په مټ به د مور او ماشوم د مړینې کچې کمولو په برخه کې فعالیت کوي.
د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، د تېر کال له اګست میاشتې راهیسې په افغانستان کې له ۸۶،۷ میلیون ډوزه ډېر د ګوزڼ (پولیو) واکسین تطبیق شوی دی.
په کندهار کې د نشه یي توکو د روږدو درملنې د یوازېني سلبستریز روغتون خدمات په داسې حال کې ټکني شوي چې په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۲۰ زره کسان پر نشهيي توکو روږد دي.
د هرات د حوزوي روغتون یو شمېر مراجعین د دغه روغتون په بېلابېلو څانګو کې د ښځینه ډاکترانو له کمښته شکایت کوي او د هرات له عامې روغتیا ریاسته غواړي چې یاده ستونزه هواره کړي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وايي، ایران ته د سفر پر مهال د هغه هېواد چارواکو ورسره ژمنه کړې چې د روغتیايي مرکزونو په جوړولو کې به له افغانستان سره مرسته کوي. د عامې روغتیا…
بغلان کې پر نشهيي توکو د اخته کسانو شمېر داسې مهال له ٦٠ زرو اوړي چې له تېر يو کال راهيسې په دغه ولايت کې د معتادينو د درملنې مرکز هم تړل شوى دى.
د بلخ يو شمېر اوسېدونکي د دغه ولايت د حوزوي روغتون د نسايي او ولادي څانګې له خدمتونو خوښ نه دي او زیاتوي چې ناروغانو ته يې سمه پاملرنه نه کوي.
د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره په تېرې یوې میاشتې کې په کابل ښار کې له ۱۷۷ درملتونونو د څارنې خبر ورکوي او وایي، د هغوی د څارنې په پایله کې ۷۲ درملتونونه د فارمیسست او فعالیت جواز نه لرلو له امله بند شوي دي.
د کونړ د عامې روغتیا ریاست وايي، په تېرو دوو اوونیو کې په دغه ولايت کې د نسناستې ناروغۍ ۲۱۹۸ پېښې ثبت شوې خو په وینا يې چې تر اوسه څوک مړه شوي نه دي.
د زابل مرکز کلات شمال لور ته په ارغنداب ولسوالۍ کې د خلکو د روغتیايي ستونزو د حل په موخه د یوه کلینیک د جوړولو چارې پیل شوې.
چارواکي وايي، د نورستان په څلورو ولسوالیو کامدېش، وانټوایګل، دواب او نورګرام ولسوالیو کې سلګونه کسان پر کولرا ناروغۍ اخته شوي چې له امله یې دوه کسان مړه شوي هم دي. د دغه ولایت د…