تورخم کې راستنېدونکو کډوالو ته مخابراتي اسانتیاوې؛ شاوخوا ۴۳ زره وړیا سیمکارټونه وېشل شوي
د ننګرهار د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولین وايي چې له پاکستانه راستنېدونکو کډوالو ته یې په تورخم کې مخابراتي اسانتیاوې برابرې کړې دي او تر اوسه شاوخوا ۴۳ زره وړیا سیمکارټونه وېشل شوي.

























