منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۱ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

مرکې

۸۳۶ راپورونه

راپورونه

غړي

«نږدې راتلونکي کې به لا ډېرو کورنیو ته په مرستون کې د اوسېدو زمینه برابره شي»

د کابل مرستون رییس وايي، په هېواد کې د سیاسي نظام له پرځېدو وروسته د هغو کورنیو شمېر چې په دغه مرستون کې ساتل کېږي، له ۲۱ نه ۳۸ ته لوړ شوی او په نږدې راتلونکي کې به د ۵۰ نورو کورنیو د اوسېدو زمینه هم برابره شي.

قادري: له نشه‌یي توکو سره د مبارزې لپاره افغانستان ته راغلې ډېرې پیسې بېرته بهرنیو کمپنیو یووړې

حامد کرزي حکومت کې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې وزير حبيب‌الله قادري وايي، د هغه وخت حکومت کې د فساد له امله د نشه‌يي توکو مخنیوی ونه شو او له دغو توکو سره د مبارزې لپاره هېواد ته راغلې ډېرې پیسې بېرته بهرنیو کمپنیو یووړې.

غړي

اکبر اغا: افغانان د مشورې او څوکۍ غوښتنې حق لري

د اسلامي امارت پخوانی چارواکی سید محمداکبر اغا وايي، افغانان حق لري چې مشوره ورسره وشي، د نجونو پر زده‌کړو محدودیت دې نور لرې شي او څوک چې ښه موصفات لري، هغوی باید په حکومت کې داخل او واک ورکړل شي.

روږدي‌توب د یوې مور د درېیو اولادونو د ورکېدو لامل شو

یوه مور او د هغې درې کلنه لور د کابل په ۱۵۰ بستریز او پلار په کابل کې د روږدو درملنې په ۱۰۰۰ بستریز روغتون کې له نشه‌یي توکو د خلاصو ن لپاره مبارزه کوي؛ دغه ځورېدلې ‎مور وايي، روږدي‌توب د دې لامل شوی چې درې اولادونه یې نادرکه شي.

احمدي: د موټر د نوم او بیې اعلان به خلک حیران کړي

په افغانستان کې د سوپرکار موټر جوړوونکی محمد‌رضا احمدي وايي، د موټر ټول کارونه بشپړ شوي او نور يې پر سر «سوداګریزې مذاکرې» ته چمتو دی خو زیاتوي چې د خلکو حیرانتیا لپاره یې د موټر بیه او نوم تر اوسه نه دي په ډاګه کړي او دا یې د سوداګریز پلان یوه برخه جوړوي.

غړي

د پوهنې رییس: فاریاب کې ۱۸۵ ښوونځي ودانۍ نه لري

د فاریاب ولایت پوهنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې د ۵۵۰ فعالو ښوونځیو له ډلې ۱۸۵ یې ودانۍ نه لري او زده‌کوونکي یې په جوماتونو، تر خېمو او ونو لاندې په ازاده فضا کې په بد حالت زده‌‎کړې کوي.

غړي

کورنیو چارو وزارت ته د ډبرو سکرو برابرونکې قراردادي لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده

لومړنۍ سوداګره چې د داوطلبۍ له لارې کورنیو چارو وزارت ته د ډبرو سکرو برابرولو قرارداد ترلاسه کړی او ۵۷ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې، له نورو سوداګرو ښځو غواړي چې په داسې داوطلبیو کې ګډون وکړي څو ګټوونکې شي.

غړي

د رابعه ‌بلخي روغتون نوې رییسه: هڅه کوم چې د روغتون ستونزې پر وخت حل کړم

په کابل کې د رابعه‌ بلخي روغتون نوې ټاکل شوې رییسه - چې شاوخوا ۲۵ کاله یې په نسايي او ولادي برخه کې دنده ترسره کړې - د اسلامي امارت له لوري خپله ګومارنه مثبت ګام بولي او ژمنه کوي چې په دغه روغتون کې‎ شته نیمګړتیاوې به له منځه یوسي.‎

نیمروزۍ شاعره شاه‌ګل: ښځې باید د اسلامي حجاب په مراعتولو سره د هېواد په پرمختګ او ابادۍ کې ونډه واخلي

نیمروزۍ شاعرې شاه‌ګل ګلزاده چې د مدني فعالیتونو له لارې یې سلګونو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې، په یوه پیغام کې د هېواد له ښځو غواړي چې د اسلامي حجاب په مراعتولو سره دې، د نارینه‌وو ترڅنګ د هېواد په بیارغونه کې ونډه واخلي.

غړي

«سږ کال د کانکور له ۱۴۵زره ګډونوالو ۸۰زره یې د لوړو او نیمه لوړو زده‌کړو موسسو ته جذبېږي»‎

د ازموینو ملي اداره سربېره پر دې چې د روان کال د تلې له ۱۴مې تر ۲۱مې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د کانکور ازموینې د اخیستلو خبر ورکوي وايي، سږ کال لوړو او نیمه لوړو زده‌کړو موسسو ته د محصلانو جذب د تېر کال په پرتله ۲۵ سلنه زیات شوی دی.

غړي

«د غوړیو کیفیت کنټرول لپاره دې ځانګړی لابراتوار جوړ شي»

د طب برخې یو کارپوه په داسې حال کې له غوړو ډېره استفاده د روغتیا لپاره مضره ګڼي او سپارښتنه کوي، د ورځې باید په مناسبه اندازه استفاده شي؛ چې د افغانستان د درملو او خوړو ملي ادارې د سلګونه ټنه سرطان پیداکوونکو غوړیو د کشف او ضبط خبر ورکړی دی.

فتانه ګیلاني له حکومته غواړي چې ښځو ته د کار او نجونو ته ښوونځيو ته د تګ اجازه ورکړي

د افغانستان د ښځو ټولنې مشره فتانه اسحاق ګیلاني، له سرپرست حکومته غواړي چې له بې‌سوادۍ سره مبارزې ته دې په خپل لومړیتوب کې ځای ورکړي او ښځو او نجونو ته دې هغه حقونه ورکړي کوم چې د اسلام مبارک دین ورته ورکړي دي.

نور راپورونه