منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۲۳ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

ټولنه

۵،۳۰۷ راپورونه

راپورونه

غړي

«نږدې راتلونکي کې به لا ډېرو کورنیو ته په مرستون کې د اوسېدو زمینه برابره شي»

د کابل مرستون رییس وايي، په هېواد کې د سیاسي نظام له پرځېدو وروسته د هغو کورنیو شمېر چې په دغه مرستون کې ساتل کېږي، له ۲۱ نه ۳۸ ته لوړ شوی او په نږدې راتلونکي کې به د ۵۰ نورو کورنیو د اوسېدو زمینه هم برابره شي.

غړي

موټر لرونکي: حکومت دې ښي لاس موټرو ته د اسنادو بدل کې د ټاکلو پیسو اندازه کمه کړي

په خوست ولایت کې په تېرو دوو مياشتو کې نږدې لس زره ښي لاس بې‌اسناده موټر ثبت او اسناد ورکړل شوي؛ خو موټر لرونکي بيا وايي چې د اسنادو په بدل کې اخیستل کېدونکې پیسې ډېرې دي او دوی یې د ورکړې توان نه لري.

غړي

افغانستان کې د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره د مخ کورنیو شمېر ۶۰ سلنې ته لوړ شوی

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږې کوونکې ادارې (اوچا) ویلي، تېر کال په افغانستان کې د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره د مخ کورنیو شمېر ۶۰ سلنې ته لوړ شوی او سږ کال په دغه هېواد کې د اوبو کمښت ستونزې ته د رسېدو لپاره ۴۷۹،۴ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

غړي

د نورستان مسوولین: ټولنیزو رسنیو کې د نیول شوې یږې خپاره شوي عکسونه پخواني دي

د نورستان مسوولین په ټولنيزو رسنیو کې د خلکو له خوا د يوې يږې د نيولو کېدو خپور شوی انځور پخوانی بولي او وايي، اوسمهال خلکو ته د حیواناتو د نه نیول کېدو په تړاو عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

د بامیان سمڅ‌مېشتي: له ډېرو لومړنیو ټولنیزو خدمتونو بې‌برخې یو

په بامیان کې ځيني سمڅ‌مېشتي په داسې حال کې لومړنیو ټولنیزو خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي چې د دغه ولایت سیمه‌ییز مسوولین دوی ته د دایمي استوګنځي جوړولو او د ژوند ټولو اسانتیاوو برابرولو خبر ورکوي.

غړي

میدان‌وردګو کې د اوبو رسونې ۱۰۸ کیلومتره کانالونو پاکولو چارې پیل شوې

د میدان‌وردګو په مرکز او جلریز ولسوالۍ کې نن د دغه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا له ریاست سره په همغږۍ د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام له لوري د زراعتي کانالونو پاکولو په برخه کې د ۴۴ میلیون افغانیو په لګښت د ۲۹ پروژو چارې پیل شوې.

غزني کې خلک د مخابراتي شبکو د غږیزو او انټرنېټي خدماتو له ټيټ کیفیته شکایت کوي

د غزني یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د مخابراتي شبکو انټرنېټي او غږیزو خدماتو له ټیټ او خراب کیفیته شکایت کوي، وايي چې د دغو شبکو د کیفیت ټیټوالي له امله په کاروبار کې له ستونزو سره دي.

هرات کې له دوه زره ډېر کارګر ماشومان تخنیکي او حرفوي پروګرامونو ته جذب شوي

د بی‌وزلۍ او وزګارۍ په زیاتېدو سره د کارګر ماشومانو شتون یوه لویه ټولنیزه ستونزه ګرځېدلې؛ یوازې په هرات ولایت کې زرګونه کارګر ماشومان په ډېرو بدو شرایطو کې په سختو کارونو بوخت دي او له دې لارې د خپل ژوند اړتیاوې پوره کوي.

غړي

د میدان وردګو د بهسودو لومړۍ حصه ولسوالۍ کې د کانالونو پاکولو چارې پیل شوې

د میدان وردګو د بهسودو لومړۍ حصه ولسوالۍ کې نن د افغانستان ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام له خوا، د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست په همغږۍ د زراعتي کانالونو پاکولو ۲۴ پروژو چارې پيل شوې.

نور راپورونه