منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۵ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

نړیوال خبرونه

۲،۷۶۱ راپورونه

راپورونه

مسکو د واشنګټن او تهران ترمنځ منځګړیتوب کوي

د راپورونو له مخې، روسیې د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی او کرملین ژمنه کړې چې د تهران د هسته‌یي پروګرام پر سر د کړکېچ د سوله‌ییز حل لپاره له هرې ممکنې لارې کار اخلي.

د یواېس‌اې‌ای‌ډي یوه چارواکي د دې ادارې د منحل کېدو خبرداری ورکړی

د امریکا متحده ایالتونو د پرمختیایي ادارې (USAID) یوه لوړپوړي چارواکي نیکولاس انریچ خبرداری ورکړی چې د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ترمپ حکومت د دې ادارې د منحلولو تصمیم کولای شي د ډېرو انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.

غړي

د امریکا او اوکراین ولسمشرانو ترمنځ له ترینګلتیا ډکه لیدنه

د امریکا او اوکراین ولسمشرانو ترمنځ سپینه ماڼۍ کې له ترینګلتیا د ډکې لیدنې پر مهال لفظي ناندرۍ رامنځته شوې، زېلېنسکي ویلي له پوتین سره باید هېڅ «جوړجاړی» ونه شي، خو ټرمپ ویلي چې اوکراین دې یا هوکړه وکړي او یا دې د امریکا پر مرستو نور حساب نه کوي.

غړي

حقانیه مدرسه کې چاودنه؛ د مولانا حامدالحق په ګډون څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په اکوړه خټک کې په حقانیه مدرسه کې نن د جمعې لمانځه پر مهال چاودنه شوې چې له امله یې د مولانا حامدالحق په ګډون لږ تر لږه څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا لس نور ټپیان شوي دي.

غړي

پوتین: مسکو د اوکراین سولې خبرو کې د اروپایي هېوادونو له حضور سره مخالفت نه لري

د روسیې ولسمشر وايي چې مسکو د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې په خبرو کې د اروپایي هېوادونو له ګډون سره مخالفت نه کوي او په خبره یې، د امریکا ولسمشر د روسیې او اوکراین له جګړې سره منطقي چلند کوي.

غړي

المان کې د محافظه‌کارانو بریا؛ مېرڅ ګټونکی اعلان شو او له امریکا یې د خپلواک کېدو ژمنه وکړه

د جرمني د محافظه‌کار ګوند مشر فرېډرېک مېرڅ تر نورو د ډېرو رایو په ترلاسه کولو سره د دغه هېواد په ټاکنو کې د خپلې بریا له اعلان وروسته ژمنه وکړه چې د اروپا د لا یووالي او پر متحده ایالتونو د تکیې کمېدو لپاره به هڅه وکړي.

نور راپورونه