Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
اسلامي امارت د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د یوناما د مشرې څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې ا.ا له نړۍوالې ټولنې سره د تعامل لپاره خپله ټوله هڅه کړې خو ځیني هېوادونه په دې برخه کې خنډونه جوړوي.
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د فراه ولایت ابو نصر فراهي ګمرک کې د ۷۱،۸ میلیون افغانیو په لګښت د څلورو هنګرونو د جوړولو چارې پیل شوې.
د عمان د بهرنیو چارو وزیر له امیرخان متقي سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې کړي.
د سټنډرډ ملي اداره وايي، په تېرو ۱۱ میاشتو کې تخنیکي کمېټو ۱۳۴سټنډرډونه او د ازمایښت میتودونه وروستي کړي چې ۵۴ یې د سټنډرډ عالي شورا له خوا تصویب شوي.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د بلخ مولانا جلالالدین محمد بلخي نړۍوال هوايي ډګر کې د څه باندې ۷۳ میلیون افغانیو په لګښت د یوې رغنیزې پروژې کار پیل شوی.
د اسلامي امارت ویاند د ښځو د نړۍوالۍ ورځې په مناسبت ویلي، کوم حقوق چې اسلامي شریعت ښځو ته ورکړي، اسلامي امارت د هغو حقوقو په ورکړه او ساتنه ځان مکلف بولي.
د راپورونو له مخې، د المان پولیسو یو ۲۶ کلن افغان د دغه هېواد په ختیځ کې مګدبورګ ښار ته نږدې په ډزو وژلی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د روان کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې د څه باندې ۱۴ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت جلغوزي بهر ته صادر شوي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې ځینو افغان کډوالو ته د روانې مارچ میاشتې تر ۳۱مې وخت ورکړی څو دغه هېواد پرېږدي او افغانستان ته ستانه شي، خو د کډوالو چارو وزارت له پاکستانه غوښتي چې باید له افغان کډوالو سره له زغم کار واخلي.
د افغانستان بانک وايي، له اړوندو ادارو سره یوې هوکړې ته ورسېد چې له مخې به یې له دې وروسته له افغان حاجیانو د هغوی د ټولو مالي لګښتونه لپاره د نورو بهرنیو اسعارو پر ځای یوازې افغانۍ اخیستل کېږي.
رسنیو د ترکیې د کورنیو چارو د وزیر له قوله راپور ورکړی چې د دغه هېواد په ۲۲ ښارونو کې له داعش ډلې سره د اړیکو په تور ۴۷ کسان نیول شوي دي.
د کډوالو چارو وزارت سرپرست وايي، اسلامي امارت افغان کډوال هېواد ته راستنېدو ته هڅوي خو په کور دننه د شرایطو د نه برابرېدو له امله باید کوربه هېوادونه د جبري ایستلو پر ځای یو منظم میکانیزم عملي کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP