Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښار اوسېدونکي وايي، د ښار د نورو هديرو سربېره تر ټولو لویه د مقام خان هدیره هم ډکه شوې او اوسمهال په کې د مړو د ښخولو لپاره ځای په ډېرې سختۍ پيدا کېږي.
وروسته له هغه چې د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د چرګانو او چرګ غوښې د پلور لپاره ښاروالۍ له مسلخه د ګټې اخیستو پرېکړه وکړه، د چرګ غوښې پلورونکو دا پرېکړه د ځان پر زیان او د نه منلو وړ وبلله.
د ننګرهار ولایتي اداره وايي، د دغه ولایت مختلفو سیمو کې د سختې ږلۍ او باران له امله يو کس مړ شوی او سلګونه جريب فصلونه له منځه تللي دي.
د ننګرهار ولايت د کانال شرکت له لوري د دغې ادارې اړوند پر ۵۰۰ جریبه ځمکه د زیتونو د نويو باغونو جوړولو چارې پيل شوې.
د نورستان امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په وانټوایګل ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه کې يو کس وژل شوی دی.
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار په نهمه ناحيه کې د ۳۷ ميليون افغانيو په لګښت د سړک جوړولو د دوو پروژو چارې پيل شوې.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست وايي چې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د بېوزلو کورنیو د اقتصادي ملاتړ په موخه ۱۴۰ مېرمنو ته د هګیو چرګانو کوچني فارمونه جوړ شول.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، سږ کال په دغه ولايت کې پر ۱۹۲۱ هکټاره ځمکه ګني کرل شوي چې ټاکل شوې ۳۹۵۰ ټنه ګوړه به ترې تولید شي.
د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د یوناني درملو ډېری پلورونکي غیرمسلکي دي، د دې پر ځای چې درمل یې ګټه ورسوي، ستونزې پیدا کوي.
د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې یوه کښتۍ د کونړ سیند اوبو کې چپه شوې چې له امله یې اته کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار امنیتي ځواکونو تېره یوه اونۍ کې د دغه ولایت په خوږياڼو ولسوالۍ کې پر ۲۱۰ جریب ځمکه کرل شوي د بنګو بوټي له منځه وړي دي.
د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د ورښتونو او سېلابونو له امله درې کسان مړه شوي او ۲۰ نور ټپيان دي او لږ تر لږه ۱۵۰ کورونه زیانمن او یا هم وېجاړ شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP