منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۷ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

طالبان

۲۵۸ راپورونه

راپورونه

غړي

امریکا: که د افغانستان حالات همدا ډول روان وي،‌ اوسنۍ نازکه سوله هم نه شي‌ پایېدلی

د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري‌ وايي‌،‌ که د افغانستان سرپرست حکومت  خپلې کړې ژمنې عملي نه کړي او حالت په اوسني ډول روان وي،‌ په افغانستان کې اوسنۍ نازکه سوله هم نه شي‌ پایېدلی.‌

غړي

اروپا او امریکا: افغان سرپرست حکومت دې له افغانانو او نړیوالو سره ژمنې عملي کړي

د امریکا، اروپایي اتحادیې او یو شمیر هیوادونو ځانګړواستازو د افغانستان په تړاو یوه ځانګړې غونډه کې له سرپرست حکومت وغوښتل چې له نړیوالو او افغانانو سره خپلې ژمني کړي. د امریکا د بهرنیو…

غړي

د بشري حقونو د څار سازمان د افغان حکومت چارواکو پر سفرونو د بندیز غوښتنه کړې ده

د افغانستان د سرپرست حکومت له خوا پر ښځو د محدویتونو لګېدو او د نجونو پر مخ تر شپږم  پورته ټولګیو له بندېدو سره هم مهاله د بشري حقونو د څار سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دغو اقدماتو په غبرګون کې دې د حکومت پر مسوولینو  او مشرانو بندیزونه ولګوي.

غړي

د ننګرهار امنيه قومانداني: راتلونکو څو ورځو کې ټولو امنيتي کسانو ته ځانګړی يونيفورم ورکول کيږي

د ننګرهار ولايت امنيه قومانداني وايي چې د طالبانو له نوم څخه د ناسمو ګټو اخیستو د مخنيوي په موخه د قوماندانۍ اړوند ټول پرسونل ته د ځانګړي يونيفورم د رامځته کولو جدي هڅې پيل شوې دي.

حکومت دوه وزارتونه او دوه کمېسیونونه لغو کړل

حکومت د مخکنۍ ادارې دوه وزارتونه او دوه کمېسیونونه لغو کړي خو وایي د اړتیا له مخې به په راتلونکي کې دغه ادارې بیا رامنځته شي. د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني پژواک خبري اژانس…

غړي

«که روغتیايي ستونزو او د کرونا ۴مې څپې ته تدابیر ونه نیول شي، ناورین رامنځته کېدای شي»

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال د روغتیا برخه کې د نړیوالې ټولنې د مرستو پر کمېدو اندېښنه څرګنده کړه او له نړیوالو تمویل کوونکو یې وغوښتل چې سیاست له روغتیا جلا کړي او په…

غړي

په ایران کې د افغانستان په اړه غونډه جوړیږي

یو افغان چارواکي په تهران کې د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د افغانستان لپاره مهمه وبلله او له ګاونډیو یې وغوښتل چې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. د یوه راپور له…

غړي

په کونړ کې درې طالبان وژل شوي

د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د ناپېژاندو کسانو د بريد له امله درې طالبان وژل شوي دي. د کونړ د فرهنګي کمېسيون مشر مولوي نجيب الله حنيف د تلې په شپږمه پژواک خبري…

نور راپورونه