منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۳۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۵ غ.م
۵°صاف · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

افغانستان

۳،۰۰۸ راپورونه

راپورونه

بهرنیو چارو وزارت: د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګري نږدې یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې

د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان او قزاقستان ترمنځ په تېرو درېیو کلونو کې دوه‌اړخیزه سوداګري زیاته شوې او اوسمهال یې کچه نږدې یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې او ټاکل شوې د سوداګرۍ دغه کچه په راتلونکو کلونو کې تر درې میلیارد ډالرو پورې ورسېږي.

د ا.ا رییس‌الوزراء د خپل پاکستاني سیال له مرستیال سره ولیدل

د ا.ا رییس‌الوزراء او د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر د خبرو له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته ستونزو پر هواري ټینګار کړی او رییس‌الوزراء زیاته کړې چې په دې برخه کې د خبرو ترڅنګ عمل مهم دی.

فطرت: د افغانستان له خاورې د ګواښونو په اړه د ټولیز امنیت تړون سازمان اندېښنې بې‌ځایه دي

د ټولیز امنیت تړون سازمان د افغانستان له ځینو سرحدي ولایتونو د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې، خو ا.ا وایي، په دې اړه اندېښنې بې‌ځایه دي، د پولو د امنیت خوندي کولو لپاره یې کوټلي ګامونه اخیستي او د سیمې امنیت په اړه باید ټول هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي.

تېر میلادي کال په افغانستان کې د ماینونو او ناچاوده توکو چاودنو ۶۱۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

کابل کې نن د ماینونو د خطرو په اړه د پوهاوي او د ماین‌پاکۍ له چارو د ملاتړ نړۍوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې مسوولینو وویل، په ۲۰۲۴ کال کې په ټول هېواد کې د ماینونو او ناچاودو توکو چاودنو له امله ۶۱۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

افغان او قزاقي چارواکو د افغانستان د اوسپنې پټلۍ پر پراختیا او معياري کولو خبرې کړې دي

افغان او قزاقي چارواکو د افغانستان د اوسپنې پټلۍ شبکې پر پراخولو او معياري کولو، د اوسپنې پټلۍ د سوداګريزو انتقالاتو د کچې او ظرفيت لوړولو، د افغانستان له لارې د قزاقستان د تجارتي توکو د ترانزیټ د کچې لوړولو په اړه خبرې کړې دي.

نیکولسن: اروپايي ټولنه د افغانستان له خلکو سره پر خپلو ژمنو ولاړه ده

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی ټوماس نیکولسن وايي، د ده ماموریت پای ته رسېدلی خو اروپايي ټولنه د افغانستان له خلکو سره پر خپلو ژمنو ولاړه ده او په دغه هېواد کې به خپل حضور ته دوام ورکوي.

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلې درېیمه لوبه د باران له امله د نپيال په ګټه تمامه شوه

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ ملي لوبډلې او د نیپال لوبډلې ترمنځ درېیمه او وروستۍ لوبه د دوامداره ورښت له امله پوره ترسره نه شوه او د «ډي‌اېل‌اېس» د قانون له مخې د نیپال په ګټه پای ‌ته ورسېده.

عراقچي: د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکې په بېلابېلو برخو کې د ارزښت وړ دي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان و ایران ترمنځ اړیکې د ارزښت وړ بللې او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترسره شوي هوکړه‌لیکونه، په ځانګړي توګه له ایران څخه د افغان کډوالو د تدریجي راستنېدو برخه کې هوکړه‌لیک باید وڅارل شي.

نور راپورونه