امریکا کې یوه کس درې پولیس په ډزو وژلي او دوه یې ټپیان کړي
د راپورونو له مخې، د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې یو وسلهوال کس درې پولیس په ډزو وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي. رویټرز په یوه راپور کې ویلي چې پرون د چهارشنبې…
د راپورونو له مخې، د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې یو وسلهوال کس درې پولیس په ډزو وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي. رویټرز په یوه راپور کې ویلي چې پرون د چهارشنبې…
د راپورونو له مخې، ډونالډ ټرمپ ته نږدې کس چارلي کرک د امریکا د یوتا سیمې په یوه پوهنتون کې د غونډې پر مهال په ډزو ویشتل شوی او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.
رویټرز د متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له قوله خبر ورکړی چې ځیني اروپایي مشران به روانه اونۍ په انفرادي ډول واشنګټن ته سفر وکړي څو د اوکراین جګړې په اړه ورسره خبرې اترې وکړي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي، له افغانستانه د امریکا د وروستي عسکر د وتلو ورځ دا ثابتوي چې د افغانستان خاوره څوک نه شي تسخیرولای او د هر اشغالګر برخلیک به شرمېدلې ماته وي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې اسلاماباد او واشنګټن له «ترهګرۍ سره د مبارزې» په اړه تازه خبرو اترو کې پر ګډو همکاریو ټینګار کړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت…
د راپورونو له مخې، د امریکا د پنسیلوانیا ایالت په یوه تولیدي فابریکه کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وایي چې اسلامي امارت د متقابل احترام پر بنسټ له ټولو هېوادونو سره تعامل ته چمتو دی او د امریکا له متحده ایالتونو سره هم تماسونه او مستقیمې دوهاړخیزې ناستې لري.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د اسلامي امارت د مشر او سترې محکمې د رییس په اړه د جرمونو نړۍوالې محکمې پرېکړه غندلې ویلي یې دي چې اسلامي امارت متوازن سیاست لري او د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره مثبت ډیپلوماتیک او اقتصادي تعامل غواړي
د راپورونو له مخې، د امریکا په لاسانجلس ښار کې د خلکو پر ګڼهګوڼه د موټر ورتلو پېښه کې ۳۰ کسان ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، امریکا اوکراین ته د ځینو وسلو لېږد بیا پیل کړی او په د غو وسلو کې د توپونو مرمۍ او «GMLRS» هدایت کېدونکي راکټونه شامل دي.
د راپورونو له مخې، د امریکا په ټګزاس ایالت کې د سېلابونو له امله د مړه شوو شمېر ۱۰۹ کسانو ته رسېدلی دی.
د امریکا متحده ایالتونو په فلاډلفیا ښار کې د ډزو یوه پېښه کې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او لس نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د متحده ایالتونو د ټګزاس په مرکز او د دغه ایالت په یو شمېر نورو سیمو کې د ناڅاپي سېلابونو راتلو له امله د ۱۵ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۵۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور نادرکه دي.
امریکایي میلیاردر، د تسلا شرکت او د اېکس ټولنیزې رسنۍ مالک ایلان ماسک د «امریکا» په نوم نوی سیاسي ګوند رامنځته کړ.
ډونالډ ټرمپ د یوه اجرایي فرمان په لاسلیکولو سره د سوریې پر وړاندې د متحده ایالتونو ډېری اقتصادي بندیزونه لغوه کړي دي.
رویټرز خبري اژانس د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له قوله راپور ورکړی چې دغه هېواد به راتلونکې اونۍ له ایران سره اټومي مذاکرات پیل کړي خو ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي پر ایران د امریکا برید په سیمه کې یو «خطرناک بدلون» بللی او د امنیت له شورا یې غوښتي چې د جګړې درېدو لپاره بېړنی اقدام وکړي؛ روسیه پر دغه اقدام سخته نیوکه کړې او دا یې د ملګرو ملتونو د منشور نقض بللی خو امریکا ویلي چې دغه برید «د ایران د بېړني ګواښ پر وړاندې اړین ځواب» و.
د امریکا د پارلمان یوه غړي ویلي چې کانګرېس ټرمپ ته پر ایران د برید اجازه نه ده ورکړې او هممهاله ایران – په داسې حال کې چې پر اسرائیل یې تازه بریدونه کړي – د ملګرو ملتونو له امنیت شورا د بېړنۍ غونډې جوړولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، حق لري د امریکا د «تېري» پر وړاندې ودرېږي.
د م.م سرمنشي پر ایران د امریکا پر برید د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ د ترینګلتیاوو کمېدو غوښتنه کړې او د امریکا د کانګرېس ځینو غړو بیا د برید پرېکړه پر ځای خو ځینو د امریکا له اساسي قانون سره په ټکر کې بللې ده.
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت پر ایران د اسرائیل برید غندلی او ویلي یې دي چې «اسرائیل د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو په ملاتړ، په منځني ختیځ کې د سولې پر وړاندې پر یوه سرطاني موجود» او د «نړۍوال امنیت د تخریب» پر عامل بدل شوی دی.
د راپورونو له مخې، د امریکا په مینیسوټا ایالت کې د پولیسو په یونیفورم کې یوه کس د ایالتي شورا یوه ډیموکراته غړې او د هغې خاوند په ډزو وژلي دي.
ټاکل شوې وه سبا د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي پروګرام په اړه د غیرمستقیمو خبرو اترو شپږم پړاو د عمان هېواد په کوربهتوب ترسره شي، خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی چې د مقابل لوري د وروستي اقداماتو له امله دغه مذاکرات بېمعنا شوي دي.
د امریکا د کالفورنیا ایالت په لاسانجلس ښار کې د غیرقانوني کډوالو پر ضد د پولیسو چاپو په غبرګون کې پیل شوي لاریونونه اوس د دې هېواد ځینو نورو ښارونو ته هم غځېدلې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ایران او امریکا ترمنځ د غیرمستقیمو خبرو اترو شپږم پړاو به راتلونکې اونۍ د یکشنبې په ورځ د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره شي.