د ا.ا مشرتابه: فلسطین کې د ظلم مشري امریکا کوي
د ا.ا مشر شیخ هبتالله اخندزاده په خپله اختریزه وینا کې په افغانستان کې د اسلامي نظام پر ساتنه ټینګار کړی، د فلسطین له خلکو سره یې همدردي ښودلې او امریکا یې پر مسلمانانو د ظلم سرلښکره بللې ده.
د ا.ا مشر شیخ هبتالله اخندزاده په خپله اختریزه وینا کې په افغانستان کې د اسلامي نظام پر ساتنه ټینګار کړی، د فلسطین له خلکو سره یې همدردي ښودلې او امریکا یې پر مسلمانانو د ظلم سرلښکره بللې ده.
د امریکا د ډیموکراټ قانون جوړوونکو یوې ډلې د ډونالډ ټرمپ حکومت له لوړپوړو چارواکو غوښتي چې د افغانانو ملاتړ او له متحده ایالتونو د هغوی د ایستلو مخنیوی وکړي.
د راپورونو له مخې، د متحده ایالتونو د کلوراډو ایالت په بولډر ښار کې پر یوې غونډې د برید پایله کې شپږ کسان ټپیان شوي او شکمن کس نیول شوی دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر اعلان کړی چې متحده ایالات به د هغو چیني محصلینو چې د چین له کمونېست ګوند سره اړیکې لري یا په حساسو رشتو کې زدهکړې کوي، د ویزو لغو کولو بهیر پیل کړي.
وروسته له هغه چې ډونالډ ټرمپ ادعا وکړه، که دی په قدرت کې نه وای، روسیه به له بدو پېښو سره مخ شوې وه، د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال خبرداری ورکړی ویلي یې دي: «زه یوازې له یوه واقعاً بد شي خبر یم؛ درېیمه نړۍواله جګړه.»
د امریکا ولسمشر ویلي، له اروپايي ټولنې امریکا ته پر ټولو وارداتي توکو به ۵۰ سلنه او پر هغو ایفون موبایلونو چې له امریکا بهر تولید شوي وي او دغه هېواد ته ور واردېږي، ۲۵ سلنه ګمرکي تعرفه ولګوي.
اوچا په داسې حال کې افغانستان کې پر بشري پروګرامونو د امریکا د بهرنیو مرستو ځنډولو د منفي اغېزو په اړه راپور ورکړی چې واشنګټن طبیعي پېښو ته د رسېدنې مسوولیت د خپل بهرنیو چارو وزارت د کډوالو برخې ته سپارلی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې د ایران او امریکا د غیرمستقیمو مذاکراتو پنځم پړاو سبا (جمعه) پیلېږي.
په لیبیا کې د امریکا سفارت هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې له غزې دغه هېواد ته د فلسطینیانو لېږدولو پر پلان کار کوي.
د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو د میسوري او کینتاکي په ایالتونو کې د توپانونو له امله لږ تر لږه ۲۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، د امریکا کالیفرنیا ایالت کې د «خلیج» سیمې زرګونه افغان اوسېدونکو د متحده ایالتونو کورني امنیت وزارت له لوري یو لیک ترلاسه کړی او په کې هغوی ته خبرداری ورکړل شوی چې له دغه هېواده د وتلو وخت را رسېدلی دی.
سعودي عربستان له امریکا سره د اقتصادي ګډون سټراټیژيک تړون لاسلیک کړی او ویلي یې دي چې په امریکا کې ۶۰۰ میلیارد ډالره پانګونه وکړي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د امريکا متحده ایالتونو د کورني امنیت وزارت وروستۍ اعلامیه یومثبت اقدام او د شته حقایقو درک بولي چې په افغانستان کې د امنیت او اقتصادي چاپیریال ښه والی تاییدوي.
په کېنیا کې یوې محکمې پرېکړه کړې چې د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی مرستیال عبدالظاهر قدیر امریکا ته وسپاري خو د هغه وکیل تر راتلونکو ۱۴ ورځو پورې د هغه د سپارلو د ځنډولو غوښتنه کړې ده.
د راپورونو له مخې، امریکا او چین پر یو بل د تعرفو د کمولو پر سر هوکړې ته رسېدلي دي.
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وايي، هند او پاکستان د اوربند ترڅنګ هوکړه کړې چې هر اړخیزې خبرې اترې به پیلوي.
د امریکا د ولسمشر مرستیال ویلي، هېواد یې نه شي کولای د هند او پاکستان ترمنځ جګړه کې مداخله وکړي خو یوازې دومره کولای شي چې نوی ډیلی او اسلاماباد وهڅوي څو کړکېچ کم کړي.
د راپورونو له مخې، د افغانستان د ولسي جرګې د پخواني مرستیال عبدالظاهر قدیر دویمه محکمه تېره ورځ په نایروبي کې ترسره شوه او ټاکل شوې د مې په ۱۳مه امریکا ته د هغه د سپارلو یا نه سپارلو په اړه پرېکړه وشي.
امریکا او ایران د دواړو هېوادونو ترمنځ د اټومي پروګرام پر سر خبرې «مثبتې او رغنده» بللې او سپینه ماڼۍ وایي، ټاکل شوې چې دواړه خواوې به راتلونکې اونۍ بیا سره وویني.
د امریکا ولسمشر ویلي، هېواد یې اوس په مستقیمه توګه له ایران سره د خبرو اترو په حال کې دی خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دواړه هېوادونه به راتلونکې اونۍ د لوړپوړو چارواکو په کچه د غیرمستقیم خبرو اترو لپاره عمان کې وګوري.
چین د جمعې په ورځ د ټرمپ د تعرفو په ځواب کې پر امریکایي محصولاتو ۳۴ سلنه تعرفه ولګوله، خو اوس د امریکا ولسمشر ویلي، که دا تعرفه لرې نه کړې نو امریکا به پر چينايي توکو پنځوس سلنه نوره تعرفه ولګوي.
سياېناېن راپور ورکړی چې د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د میلیاردر سلاکار ایلان ماسک پر ضد په ټوله امریکا کې پراخ لاریونونه شوي دي.
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون له اروپايي شرکتونو غوښتي چې په متحده ایالاتو کې د خپلو پانګونو پلانونه وځنډوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بریتانیا او اروپايي ټولنې په ګډون د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه امریکا ته پر صادرېدونکو توکو له لس تر ۵۰ سلنه تعرفې ولګولې.