Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
ایران کې پر ځینو موخو د اسرائیل له وروستیو بریدونو وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپله بېړنۍ ناسته کې په هغې سیمه کې – چې ورځ تر بلې له زیاتېدونکو جګړو سره مخ ده – د ناورین پراخېدو مخنیوي لپاره د ترینګلتیا کمېدو او ډيپلماتیکو هڅو ډېرېدو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د راپورونو له مخې، ایران د امنیت شورا غونډه کې امریکا د اسرائیل په بریدونو کې شریکه بللې، ایران هم پر اسرائیل بریدونه کړي او د روسیې ولسمشر د اسرائیل بریدونه غندلي او د دواړو خواوو ترمنځ یې منځګړیتوب ته چمتووالی ښودلی دی.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې پر ایران د اسرائیل د بریدونو له امله د دغه هېواد د سپاه پاسداران عمومي قوماندان او یو شمېر نورو پوځي چارواکو او پوهانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، بریتانیا، فرانسې او کاناډا د اسرائیلو له لوري پر غزې د بریدونو دوام غندلی او د دغو بریدونو د درېدو غوښتنه یې کړې ده.
د راپورونو له مخې، اسرائیلو د غزې تړانګې اړوند خانیونس سیمه کې پر ملکي وګړو هوايي بریدونه کړي او له امله یې په یو ساعت کې لږ تر لږه ۳۰ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د «جیش محمد» ډلې مشر ویلي، پر پاکستان د هند په برید کې د هغه د کورنۍ لس غړي او څلور ملګري وژل شوي او پاکستان چې د ځوابي برید ګواښ یې کړی، ویلي دي چې د هند شارژدافیر یې احضار کړی او شهباز شریف به د ملي امنیت کمېټې له نننۍ غونډې وروسته ملت ته وینا وکړي.
د راپورونو له مخې، غزه کې د اسرائیلو په تازه بریدونو کې د حماس د ویاند عبداللطیف القنوع په ګډون اتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
راپورونه وایي چې پر غزه د اسرائیلو تازه بریدونو کې له ۴۰۰ ډېر فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۶۶۰ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیلو له لوري د غزې پر تړانګه د بریدونو بیا پیل غندلي او وایي چې اغېزناک هېوادونه دې د فلسطین له مظلوم ولس څخه خپل کلک ملاتړ څرګند کړي.
د راپورونو له مخې، اسرائیل د لبنان پر سوېلي برخو تازه بریدونه کړي چې له امله یې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپيان شوي دي.
د غزې روغتیا وزارت ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې د غزې پر تړانګه د اسرائیلو بریدونو کې ۳۲ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
تېره ورځ، غزه کې د اسرائیل په بریدونو کې د پنځو ماشومانو په ګډون ۴۹ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP