بلخ کې ۹۰۰ زره بوتله تاریختېره انرژي له منځه یووړل شوه
د بلخ د عامې روغتیا ریاست په دغه ولایت کې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۹۰۰ زره بوتله تاریختېره «کاراباو انرژي» له منځه یووړه.
د بلخ د عامې روغتیا ریاست په دغه ولایت کې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۹۰۰ زره بوتله تاریختېره «کاراباو انرژي» له منځه یووړه.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د «حدیث عشق» تر سرلیک لاندې د اسلامي هنر درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
د مزارشریف ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون ډاکټرانو د لومړي ځل لپاره د زنګون د مفصل پیوندولو جراحي عملیات ترسره کړل.
وروسته له هغه چې په بلخ کې مشهور جراح ډاکټر اسدالله شارق په یوه هدفي برید کې ووژل شو، د دغه ولایت اوسېدونکي دې پېښې سخت اندېښمن کړي او د دغه ډول بریدونو د مخنیوي غوښتنه کوي.
د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې نامعلومو وسلهوالو مشهور جراح ډاکټر اسدالله شارق وژلی او ډریور یې ټپي کړی دی. د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند محمد آصف وزیري د لړم په ۴مه، پژواک خبري…
په بلخ ولايت کې يو شمېر روغتياپالان وايي، پرېګابلين درمل پر عصبي، رواني او سختو دردونو اخته ناروغانو ته ورکول کېږي، خو په دې وروستيو کې يو شمېر ځوانان يې د نشهيي توکو په توګه کاروي.
يوې موسسې د بلخ په مرکز او ولسواليو کې شاوخوا ۵۰۰ ښځو ته د خياطۍ زدهکړې او کار کولو زمينه برابره کړې ده.
د بلخ په مرکز مزارشریف کې د ٧ ولایتونو د شاوخوا ٨٠ ورزشکارانو په ګډون د بدن د غړو ښکلا سیالۍ ترسره شوې.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې یوې مېرمنې د ښځو لپاره ځانګړى رسټورانټ جوړ کړى او ترڅنګ يې اووه نورو ښځو ته د کار کولو زمينه هم پکې برابره کړې ده.
د بلخ اوسېدونکي وايي، د نورو ولايتونو په پرتله په دغه ولايت کې د نفتي توکو بيه لوړه ده چې بايد کنټرول شي؛ خو اړوند مسوولين بيا وايي چې په بلخ کې د نفتي توکو کيفيت ښه دى نو ځکه بيه یې هم لوړه ده.
د بلخ يو شمېر کروندګر وايي، طبيعي افاتو يې د پنبې حاصلات زيانمن کړي او دوى نه شي کولاى چې پرې کړي لګښتونه پوره کړي.
د بلخ امنیتي مسوولین وايي، نن د دغه ولایت په مرکز کې دوه غله له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.
د بلخ د صنعت او سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د مالچو یوه فابریکه د دوه میلیونو ډالرو په ارزښت د خصوصي سکټور له خوا جوړه او ګټې اخیستنې ته…
د بلخ د ملي احصایې ریاست مسوولین وایي، د روان لمریز کال په تېرو پنځو میاشتو کې د دغه ولایت اوسېدونکو ته ۶۸ زره کاغذي او څه باندې ۳۰ زره الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي.
په مزار کې یو شمېر ښځې وايي، امنیتي کسانو د کابل وروستي برید غندنې په موخه د دوی د لاریون مخنیوی کړی خو امنیتي چارواکو ویلي چې لاریون کوونکو له دوی سره همغږي نه وه کړې نو د امنیت خوندیتوب په موخه یې په ښار کې د تګ راتګ اجازه ور نه کړه.
د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ښځو د لاسي صنايعو درې ورځنى نندارتون پرانیستل شو.
د بلخ په مرکز مزارشریف کې د ۲۷ ولایتونو د ۱۵۰ لوبغاړو ترمنځ د «فول رزم» سیالۍ پیل شوې.
د بلخ امنيتي مسوولين وايي چې د دغه ولایت په چهارکنت ولسوالۍ کې د وسلو يوه زېرمه کشف او ترلاسه شوې ده.
د بلخ حوزوي روغتون مسوولین وايي، په تېر یوه کال کې ٥۴٠٠٠ کسان پر بېلابېلو جلدي ناروغیو اخته شوي دي.
په بلخ کې د ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت د صنعتي فابريکو لپاره د ٢٠ کيلو واټه ظرفيت لرونکى د برېښنا يو سب سټېشن جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
بلخ کې تښتول شوى ماشوم محمديوسف ژغورل شوی او خپلې کورنې ته سپارل شوی دی.
په بلخ کې د اوو ولايتونو د ٤٧ لوبډلو ترمنځ د واليبال درې ورځنی ټورنمنټ پاى ته ورسېد.
د بلخ يو شمېر انځورګران او خطاطان وایي، په دې وروستيو کې یې کاروبار په ټپه ولاړ دى او که دغه حالت دوام وکړي نو د دغه هنر د له منځه تللو وېره هم شته دى.
په بلخ کې په دوو جلا پېښو کې پنځه کسان د شرابو څښلو په تور نیول شوي او د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې بیا یوه اندازه سپکې او درنې وسلې ترلاسه شوې…