منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۲ غ.و
۲۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

حکومت

۱۱۳ راپورونه

راپورونه

غړي

د پاکستان او ملګرو ملتونو استازو د افغانستان حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه خبرې کړې دي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وایي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي‌کوونکي سره په لیدنه کې یې د افغانستان سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه خبرې کړې دي.

غړي

مولوي یعقوب: په اوسنیو شرایطو کې نوي حکومت جوړولو او په اړه یې خبرو ته اړتیا نشته

د افغانستان سرپرست حکومت د دفاع وزیر وایي، په افغانستان کې داسې څوک نشته چې دوی ورسره د روغې جوړې خبرې وکړي او د اوس لپاره د یوه ټول ګډون حکومت جوړولو او په اړه یې خبرو ته اړتیا نشته.

حکومت سبا (شنبه) هم رخصت اعلان کړه

د کار او ټولنيزو چارو وزارت سبا د شنبې ورځ هم عمومي رخصت اعلان کړې او ويلي چې د لوی اختر په مناسبت د ورکړل شوې رخصتۍ وروستۍ ورځ، د شنبې ورځ ده. د کار…

ځیني شنونکي: حکومت دې بېړني اصلاحات راولي

د چارو ځیني شنونکي، په افغانستان کې پر بنیادي اصلاحاتو غور اړین بولي او وایي، نوی اساسي قانون او بیا یې له مخې حکومت جوړ شي او د ټاکنو پر لور دې ګام واخیستل شي.

غړي

غزني کې د چرګانو فارم‌‎لرونکي: حکومت دې له پاکستانه د چرګانو پر وارداتو بندیز ولګوي

په غزني کې د چرګانو پلورونکي په دغه ولایت کې د چرګانو د مناسب پلور له نشتوالي شکایت کوي، وايي که د دوى ستونزې هوارې نه کړاى شي او له پاکستانه د چرګانو واردات بند نه شي، نو کاروبار به يې له سقوط سره مخ شي.

غړي

امریکا: که د افغانستان سرپرست حکومت مشروعیت غواړي، ښځو او نجونو ته دې حقونه ورکړي

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازولۍ دفتر وایي، د افغانستان سرپرست حکومت د ښځو او نجونو پر حقونو ډول ډول محدودیتونه لګولي دي. دغه څرګندونې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازولۍ…

غړي

ملګري ملتونه وايي افغانستان کې د کوکنارو کرونده ۳۲ سلنه زیاته شوې، خو حکومت دغه راپور بې‌ بنسټه بولي

ملګري ملتونه وايي، د تېر یوه کال موده کې په افغانستان کې د کوکنارو کروندې تر تېر کال ۳۲ سلنه زیاتې شوې دي، خو د کورنيو چارو وزارت وايي، له هغه مهاله چې د کوکنارو پر کر بنديز لګېدلی، په ټول هېواد کې د کوکنارو هیڅ بوټي نه دی کرل شوی.

شنونکي: حکومت باید د ځان بسیاینې لپاره صادراتي سکټور پیاوړی کړي

شنونکي د افغانستان او هند ترمنځ د هوایي دهلېز بیا پرانیستل ښه او مهم ګام بولي او وایي، حکومت باید د ځان بسیاینې لپاره صادراتي سکټور پیاوړی کړي، له شته اقتصادي فرصتونو ګټه واخلي او د نویو اقتصادي اړیکو لپاره هلې ځلې وکړي.

نور راپورونه