مجاهد: ولایتي مسوولینو ته د زلزلې پر مهال له خلکو سره د مرستو لپاره د چمتووالي امر شوی
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو له خوا ټولو ولایتي مسوولینو ته خبر ورکړل شوی چې د زلزلې له امله د احتمالي زیانونو پر مهال له خلکو سره د مرستو لپاره چمتووالی ونیسي.




















