ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان ځیني شمال‌ختیځ ولایتونه زلزلې ولړزول

د افغانستان ځیني شمال‌ختیځ ولایتونه زلزلې ولړزول

author avatar
18 Mar 2023 - 07:09
د افغانستان ځیني شمال‌ختیځ ولایتونه زلزلې ولړزول
author avatar
18 Mar 2023 - 07:09

کابل (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۱): د افغانستان په ځینو شمال‌ختیځو ولایتونو کې نن سهار نسبتاً شدیده زلزله شوې خو د زیانونو په اړه یې تر اوسه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې مېشت د پژواک خبریال رازمحمد راز وایي، سهار وخته څلورنیمې بجې زلزله وشوه چې د ده په ګډون یې ډېر خلک له خوبه راویښ کړل.

هغه زیاته کړه، خلک په سړه هوا او توره تیاره کې له کورونو بهر ووتل، خو د زیانونو په اړه یې تر اوسه معلومات نه دي ورکړل شوي.

بلخوا د زلزلې سنجولو نړۍوالو سرچینو خبر ورکړی چې د دې زلزلې مرکز د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ په شبږ کیلومترۍ کې و.

د امریکا د زلزلې سنجولو ادارې ویلي چې د یادې زلزلې شدت د ریختر په کچه ۴،۹ درجې و.

دغه راز دا زلزله  په بدخشان، کندوز، بغلان، سمنګار، بلخ، پنجشېر، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان کابل او ځینو نورو سیمو کې هم محسوس شوې ده.

د یادونې ده، څو ورځې مخکې بدخشان ولایت کې هم زلزله شوې وه، خو زیانونه یې نه درلودل.

Visits: 55

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.