ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ترکیې او سوریې زلزله کې د مړه شوو شمېر نږدې ۴۵ زرو ته ورسېد

د ترکیې او سوریې زلزله کې د مړه شوو شمېر نږدې ۴۵ زرو ته ورسېد

author avatar
18 Feb 2023 - 05:15
د ترکیې او سوریې زلزله کې د مړه شوو شمېر نږدې ۴۵ زرو ته ورسېد
author avatar
18 Feb 2023 - 05:15

اټلانټا (پژواک، ۲۹سلواغه ۱۴۰۱): د راپورونو پر بنسټ، د ترکیې او سوریې وروستۍ زلزله کې د مړه شوو کسانو شمېر نږدې ۴۵ زرو ته رسېدلی او له  ۹۰ زره ډېر ټپیان شوي دي.

د روانې سلواغې میاشتې په  ۱۶مه د ترکیې پر وخت سهار څلور بجې او ۱۷ دقیقې دوو پرله‌پسې سختو زلزلو د ترکیې سوېل‌ختیځ او د سوریې لوېدیځې سیمې ولړزولې؛ د امریکا متحده ایالتونو د ځمک‌پېژندنې ادارې معلوماتو له مخې، د لومړۍ زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۷.۸ او د دویمې یې ۷.۵ درجې و.

د ترکيې ځایي چارواکو معلوماتو له مخې، یادو زلزلو د دغه هېواد لس ولایتونه سخت ځپلي او درانه مالي او ځاني زیانونه یې اړولي دي.

د ترکیې انادولو اژانس د سلواغې په ۲۹مه د دغه هېواد د چارواکو په حواله خبر ورکړی چې په ترکیه کې د وروستۍ زلزلې له امله نږدې ۴۰ زره کسان مړه او له ۸۵ زرو ډېر ژوبل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، دغه‌راز له ۶ زره ډېر کورونه او دنګې ودانۍ ړنګې شوې، ۹۵ زره کسان ژغورل شوي او ډېر نور اوس هم تر ړنګو ودانیو لاندې دي.

ځایي چارواکو ویلي چې ۲۵۰ ساعته وروسته هم ځیني کسان ژوندي له خاورو او ړنګو کورونو  ژوندي را اییستل شوي دي.

د ترکیې حکومت ویلي چې ۱۶۶ زره کورني او بهرني ژغورونکي د ژغورنې په عملیاتو کې برخه اخلي.

دغه راز ځایي چارواکو ویلي چې له لومړۍ زلزلې وروسته تر ۲۰۰ پورې نورې کمزورې زلزلې هم شوې دي.

بلخوا د سوریې دولتي اژانس (سنا) خبر  ورکړی چې هلته د زلزلې له امله ۵ زره کسان مړه او له ۵۰۰۰ ډېر ژوبل شوي دي.

د یادونې ده، دا شمېرې نهايي نه دي او د زياتېدو احتمال یې شته.

 

Visits: 109

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.