هرات کې د قولاردو پر موټر بريد کې پنځه کسان وژل شوي
د ملي دفاع وزارت وايي، په هرات کې د ۲۰۷ الفاروق قولاردو د روغتيايي کارکوونکو پر موټر بريد کې پنځه کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د ملي دفاع وزارت وايي، په هرات کې د ۲۰۷ الفاروق قولاردو د روغتيايي کارکوونکو پر موټر بريد کې پنځه کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
په هرات کې ځينې ورېښمکارې ښځې دغه ولایت کې د ورېښمو چنجیو صنعت د تولید رکود ته اندېښمنې دي، زیاتوي چې په هېواد کې د ورېښمو د خرڅلاو بازار نشتوالی د ورېښمکارانو کار زیانمن کړی دی.
یو هراتی ځوان په یوه نوښت سره توانېدلی چې بې چلوونکي جنګي ټانک جوړ کړي.
د هرات حوزوي روغتون مسوولین وایي، په دغه ولایت کې پر رواني ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ډېر شوی او د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲ زره ۳۲۴ رواني ناروغانو دغه روغتیايي مرکز ته مراجعه کړې ده.
د هرات کتابپلورونکي په دغه ولایت کې د کتابپلورنې بازار رکود ته اندېښمن دي او وایي، نن سبا د خپل کسب او کار بدې ورځې تجربه کوي.
د هرات د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۸ کانونه شته چې اوسمهال یې د شپږو د استخراج چارې روانې دي.
د هرات د چاپېریالساتنې اداره په دغه ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدو په اړه د اندېښني څرګندولو ترڅنګ وايي، د کلني اورښت کموالی او د ژورو څاګانو کیندلو له امله په دغه ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو کچه ټيټه شوې ده.
کابل – ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۲ اتصالات په هرات کې د 4G چوپړتیاوې پیل کړې، چې د افغانستان دریم ډیر نفوس لرونکی ښار دی. د 4G چوپړتیاوو اړوند یوه پرانیسته غونډه د هرات ولایت ارګ هوټل کې ترسره شوه، چې په…
د هرات یو شمېر کروندګر په دغه ولایت کې د معیاري سړوخونو پر نهشتون نیوکه کوي او وايي، هر کال یې ډېر کرنیز محصولات خرابېږي او یا یې په ډېره ټيټه بیه پلوري.
په هرات کې امنیتي سرچینې وایي، د دغه ولایت د پولیسو له خوا په ترسره شوو عملیاتو کې د وسلو او نظامي تجهیزاتو یوه زېرمه کشف او ترلاسه شوې ده.
په هرات کې د لومړي ځل لپاره، یوه کلتوري مرکز د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د ظرفیت لوړونې په موخه د کتاب لوستلو حلقې جوړې کړې دي.
د هرات ښار په «خدیجةالکبری ښځینه سوداګریز مرکز» کې ځينې هټۍوالې وایي، له څو میاشتني ځنډ وروسته یې کاروبار بېرته غوړېدلی دی.
د هرات امنیتي سرچینې وایي، په دغه ولایت کې په دوو جلا پېښو کې لسګونه کیلوګرام نشهیي توکي کشف او ترلاسه شوي دي.
په هرات کې امنیتي سرچینې وايي، په هرات ښار کې د عملیاتو پرمهال د حرفوي غلو یوه درې کسیزه ډله نیول شوې ده.
په هرات ولایت کې د «پاورلېفټېنګ» برخې یو شمېر استادانو او روزونکو د بندیزونو پر لګولو اعتراض کړی او وایي، د ورزشکارانو د تبلیغاتي عکسونو او له کلبونو د لوحو په لرې کولو سره،…
د هرات موزیم مسوولین وایي، یوه انتیک پلورونکي ۳۷۵ تاریخي او لرغوني اثار دغه موزیم ته سپارلي دي.
د هرات د حوزوي روغتون یو شمېر مراجعین د دغه روغتون په بېلابېلو څانګو کې د ښځینه ډاکترانو له کمښته شکایت کوي او د هرات له عامې روغتیا ریاسته غواړي چې یاده ستونزه هواره کړي.
په هرات کې یو شمېر زدهکوونکې وايي، زدهکړه او تعلیم د هر وګړي حق دی او اوس چې ښوونځي يې تړل شوي، د خپل ناڅرګند راتلونکي په اړه اندېښمنې دي.
د هرات یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې په ښار کې ځیني درملتونونه بېکیفیته او تاریختېر درمل پلوري چې نه یوازې د ناروغانو لپاره کومه ګټه نه لري بلکې برعکس جانبي عوارض هم لري.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا هرات کې وروستی چاودنه غندلې او ویلي یې دي، هر ډول ترهګریز عمل، پرته له دې چې انګېزې ته یې وکتل شي، په هر ځای، هر مهال او د هر…
د افغانستان سرپرست حکومت وایي چې مولوي انصاري له ټولو تهدیدونو خبر کړل شوی و او هغه داعشې ډله چې دده د ترور پلان یې درلوده له ده مخکې له منځه وړل شوې وه. هرات…
ملا عبدالغني برادر وايي، د هرات په پل هاشمي سیمه کې د صنعتي ښارګوټي جوړول، د هرات صنعتي پارک کې د پنځم فاز چارې پیلول، د پاشدان او د شینډنډ د کادانکې بندونو جوړول هم…
د هرات د ګازرګاه جومات خطیب مولوي مجیبالرحمن انصاري په چاودنه کې ژوند له لاسه ورکړ.