منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۴ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

پاکستان

۱،۱۶۰ راپورونه

راپورونه

د ا.ا رییس‌الوزراء د خپل پاکستاني سیال له مرستیال سره ولیدل

د ا.ا رییس‌الوزراء او د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر د خبرو له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته ستونزو پر هواري ټینګار کړی او رییس‌الوزراء زیاته کړې چې په دې برخه کې د خبرو ترڅنګ عمل مهم دی.

پاکستان کې د وسله‌والو ډلو لاس ته د امریکایي وسلو د لوېدو راپور ته د ا.ا غبرګون

واشنګټن پوسټ راپور ورکړی چې په افغانستان کې د امریکایي وسلو ځینې په پاکستان کې د وسله‌والو لاس ته ورغلې، خو ا.ا وایي، افغانستان کې امریکایي وسلې خوندي دي، دغه وسلې له پخوا په تور بازار کې وې، دا په دې معنا نه ده چې هر څوک امریکایي وسلې ولري، هغه دې له افغانستانه ور رسېدلې وي.

حامد کرزی: پاکستان دې له افغان کډوالو سره د ښه ګاونډیتوب پر بنسټ چلند وکړي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو او له هغوی سره د ناوړه چلند په اړه خواشيني څرګنده کړې او ټينګار یې کړی چې دغه هېواد دې له افغانانو سره د ښه ګاونډيتوب او نړۍوالو اصولو پر بنسټ چلند وکړي.

د پاکستان د لومړي وزیر وروستیو څرګندونو ته د اسلامي امارت غبرګون

اسلامي امارت د پاکستان د لومړي وزیر وروستیو ادعاوو ته په غبرګون کې ویلي چې له افغانستانه د پاکستان پر ضد هیڅ ډول اقدام ته اجازه نه ورکوي او د دغه هېواد حکومت دې د خپلو ناسمو سیاستونو پایلې په افغانستان پورې نه تړي.

حنیف: له پاکستانه د افغان کډوالو اجباري ایستل د ټولو نړۍوالو قوانینو خلاف کار دی

د اقتصاد وزارت سرپرست د پاکستان له لوري د افغان کډوالو جبري ایستل د اسلامي ورورګلوۍ او د کډوالۍ د ټولو نړۍوالو اصولو او قوانینو خلاف وبلل او له نړۍوالو سازمانونو او خلکو یې وغوښتي څو له راستنېدونکو سره بېړنۍ او اغېزناکې مرستې وکړي.

حنفي: پاکستان دې له افغان کډوالو سره اسلامي او د ګاونډیتوب حقوقو ته په پام چلند وکړي

د رياست‌الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي له پاکستانه په جبري ډول د را ایستل‌کېدونکو افغان کډوالو د وضعيت ارزونې په موخه تورخم ته د سفر پر مهال د هغوی د ستونزو پر حل ټينګار کړی دی.

له پاکستانه د راستنو شوو کډوالو ترخې کیسې

له پاکستانه د کډوالو د دويمې اجباري راستنېدنې د څپې له پيل سره هره ورځ سلګونه کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته راستنېږي، د پاکستان پولیسو له ناسم چلنده سرټکوي او ځینې یې وایي: «خالي سرونه مو را ایستلي، ښځې مو یې بندیانې او بیا یې را ډيپورټ کړې.»

نور راپورونه