د هېواد د ۷ ولایتونو په ۱۹ ولسوالیو کې د نجونو ښوونځي نشته
د پژواک اژانس موندنې ښیي چې د هېواد د ۷ ولایتونو په ۱۹ ولسوالیو کې د نجونو ښوونځي نشته، خلک هلته نجونو ته د ښوونځیو جوړولو غوښتنه کوي او چارواکي وایي، د جوړولو لپاره یې هڅې روانې دي.
د پژواک اژانس موندنې ښیي چې د هېواد د ۷ ولایتونو په ۱۹ ولسوالیو کې د نجونو ښوونځي نشته، خلک هلته نجونو ته د ښوونځیو جوړولو غوښتنه کوي او چارواکي وایي، د جوړولو لپاره یې هڅې روانې دي.
د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د څه باندې ١٤١زره امریکایي ډالرو په لګښت د قلعهجنګي نجونو ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ زدهکوونکي وايي چې ښوونځي يې ودانۍ نه لري او د ښوونکو له کمښت سره هم مخ دي.
د ننګرهار ولايت په کامې ولسوالۍ کې د ٢٢٥ زره امريکايي ډالرو په لګښت د يوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړه شوه.
د خوست د صبريو يعقوبيو اوسېدونکي وايي چې د دې ولسوالۍ نږدې نیمايي ښوونځي ودانۍ نه لري او زدهکوونکي یې له امله له ستونزو سره مخ دي.
د بلخ په مرکز مزارشریف کې د یوه خیريه بنسټ له لوري د دوه سوه زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د کونړ د پوهنې رياست وايي، د دغه ولايت په چپې درې ولسوالۍ کې نامعلومو کسانو د يوه لومړني ښوونځي خېمې او له لرګيو جوړې څپرې سوځولې دي.
د تخار مرکز تالقان ښار یو شمېر اوسېدونکي او زدهکوونکي وايي، درې کاله مخکې یې د سیمې ښوونځی د نامعلومو وسلهوالو له لوري وسوځول شو چې زدهکوونکي یې تر اوسه په ازاده فضا کې درس وايي او حکومت باید د دغه ښوونځې بېرته رغولو ته جدي پاملرنه وکړي.
په غزني کې د دغه ولایت د مرکز اړونده د البیروني ښارګوټي سیمه کې ناپېژاندو کسانو د هلکانو د مهاجرینو په نامه منځني ښوونځي ته اور ورته کړی او یوه برخه يې سوځېدلې ده.
د بغلان امنیتي مسوولین وایي چې ناپېژاندو وسلهوالو د دغه ولایت په تاله برفک ولسوالۍ کې یو کس وژلى دی خو سيمهييزې سرچينې وايي چې دغه کس د يوه ښوونځي مدېر و.
د لوګر د پوهنې ریاست وایي، په دغه ولایت کې د تېرو جګړو پر مهال ویجاړ شوي ۳۲ ښوونځي د ژغورنې نړۍوالې کمېټې/ IRC له خوا بېرته رغول کېږي.
په بادغیس کې ځیني له شپږم ټولګي پورته نجونې زدهکوونکې د درسونو ځنډېدلو په اړه اندېښمنې دي؛ د پوهنې برخې ځیني کارپوهان له اسلامي امارته غواړي چې دا ستونزه هواره کړي او د اسلامي حجاب په رعایتولو سره دې نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه ورکړي.
د کابل د خصوصي ښوونځیو اتحادیه وایي، له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې په کابل کې د ۱۳۰۰ ښوونځیو له ډلې ٢٤٠ یې د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي دي.
د کونړ د پوهنې ریاست چارواکي وایي، په دغه ولایت کې له نیمایي ډېر دولتي ښوونځي ودانۍ او د زدهکوونکو لپاره د سرپناه مناسبې اسانتیاوې نه لري. د کونړ د پوهنې رییس محبالله حیدري وایي،…
د بغلان د دولتي ښوونځيو يو شمېر زدهکوونکي او ښوونکي شکايت کوي چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې د درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي؛ خو مسوولين بيا ډاډ ورکوي چې سږ کال دغه ستونزه حل کېږي.
د افغانستان نجونو روباټیک ټیم غړي د دې ترڅنګ چې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونو پر پرانیستلو ټینګار کوي، له نړۍوالو غواړي چې د افغان نجونو ملاتړ دې وکړي او هغوی دې یوازې نه پرېږدي.
د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د ناروې کمېټې او خلکو په ګډ لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ جوړه او نن پرانیستل شوه.
په تخار کې له نیمایي ډېر ښوونځي ودانۍ نه لري او د پوهنې چارو پوهان وایي، د مناسب تعلیمي چاپېریال نشتوالی پر ښوونیز بهیر منفي اغېز لري چې حکومت باید د دغې ستونزې حل کولو ته پام ډېر کړي.
د دایکنډي ولایت د سنګتخت او بندر ولسوالۍ د «بالای کوه» سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، په دې سیمه کې هیڅ فعال ښوونځی نشته او له امله یې ډېر ماشومان له زدهکړو بېبرخې پاتې دي.
د جوزجان د پوهنې ریاست مسوولین وایي، دغه ریاست د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) څخه د خیمو غوښتنه کړې وه چې نن یې ۸۳ خیمې له دغه بنسټه ترلاسه کړې دي.…
د ژمي په یوه سړه ورځ یو لس کلن ماشوم چې له ډېرې یخنۍ لړزېږي، د کابل ښار په یوه سیمه کې د بوټونو پر رنګولو بوخت دی او وایي چې خوښېږي یي ښوونځي ته…
د اروزګان د مرکز ترینکوټ اړوند د سولې سیمه کې د اوبو رسولو یوې شبکې په جوړېدو د څلورو کلیو ۶۲۵ کورنیو او د یوه ښوونځي ۴۵۰ زدهکوونکو ته د څښاک پاکو اوبو اسانتیا برابره شوه.
د پنجشېر د پریان ولسوالۍ د یوه ښوونځي ودانۍ یوه برخه -چې امنیتي ځواکونه پکې اوسېدل- د بخارۍ د اور له امله سوځېدلې ده.
د بلخ د چمتال ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د ښوونځيو کمښت يا لرېوالي له امله یې ماشومان له زدهکړو محروم دي.