کندهار کې یو شمېر کروندګر وايي، د پخوا په نسبت دغه ولایت کې د زعفرانو کښت او حاصلات ډېر شوي او له حکومته غوښتنه کوي چې په کور دننه او بهر بازار ورته پیدا کړي.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، په دغه ولایت کې د ریحان کښت او حاصلات د تېر کال په پرتله شاوخوا دوه برابره ډېر شوي خو کروندګر یې له ټيټې بیې سر ټکوي او له حکومته غواړي چې بازار ورته پیدا کړي.