ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار ګمرک کې ۱۵۰ موټر درمل د نه محصولېدو له امله له خرابېدو سره مخ دي

د کندهار ګمرک کې ۱۵۰ موټر درمل د نه محصولېدو له امله له خرابېدو سره مخ دي

author avatar
19 Feb 2023 - 16:16
د کندهار ګمرک کې ۱۵۰ موټر درمل د نه محصولېدو له امله له خرابېدو سره مخ دي
author avatar
19 Feb 2023 - 16:16

کندهار (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۱): د کندهار د درملو اتحادیې مسوولین وايي، د دغه ولایت په ګمرک ریاست کې له تېرو شاوخوا دوه نیمو میاشتو راهیسې په درملو بار ۱۵۰ موټر ولاړ دي چې تر اوسه نه دي محصول شوي.

دوی زیاتوي، که دغه درمل ژر محصول نه شي او سوداګرو ته یې د لېږد اجازه ور نه کړل شي نو کیفیت ته به یې زیان ورسېږي.

د معلوماتو له مخې، افغانستان ته په کلني ډول د شاوخوا یو میلیارډ ډالرو په ارزښت درمل واردېږي چې ۷۸ سلنه یې د کندهار له لارې هېواد ته راوړل کېږي.

د کندهار د درملو اتحادیې مسوولین وایي، مخکې درمل د وزن له مخې محصول کېدل خو له څه مودې راهیسې درمل او یو شمېر نور توکي د کوډ له مخې محصول کېږي، په داسې حال کې ډېرو درملو او خوراکي توکو ته کوډونه نه دي جوړ شوي.

د درملو اتحادیې رییس عبدالبصیر پیمان پژواک خبري اژانس ته وویل، د کوډ له مخې د درملو محصولېدو پروسه هغه وخت باید پيل شوې وای چې هر قلم درملو او خوراکي توکو ته کوډونه جوړ شوي وای؛ ځکه بیا به یې په محصول کې ځنډ نه راتلای.

ده زیاته کړه، بله ستونزه په کندهار کې د لابراتوار نشتوالي ده؛ ځکه درمل د تجزیې لپاره کابل ته وړل کېږي چې دا چاره هم لس یا پنځلس ورځې وخت نیسي چې ډېر وخت دی.

هغه وویل: «اول خو دا کوډ باید ټولو درملو او نورو توکو ته جوړ شوی وای بیا پر کوډ محصول پيل شوی وای او بل زموږ درمل اکثره وخت له دې امله په ګمرک کې ځنډېږي چې کابل ته د تجزیې لپاره وړل کېږي؛ ځکه دلته لابراتوار نشته او په کابل کې د ورځې ۱۵ زره قلمه توکي تجزیه کېږي.»

د درملو اتحادیې رییس وایي، له ځنډ سره د درملو کیفیت ته هم زیان رسېږي او دغه راز پر سوداګرو جریمې هم زیاتېږي چې ورسره د درملو بیه لوړېږي.

هغه د بې کیفیته درملو وارداتو په اړه وویل، د درملو سوداګر هیڅ کله بې کیفیته درمل نه راواردوي، ټول واردات يې له هغو کمپنیو دي کوم چې دلته په افغانستان کې له دولت سره ثبتې دي.

ده زیاته کړه، دا چې په بازارونو کې د بې کیفیته درملو د شتون خبره کېږي، ټول پر قاچاقي لارو راوړل کېږي چې خلک یې باید له دوی سره په ګډه مخنیوی وکړي.

دی وایي: «پر ګمرک هیڅ کله بې کیفیته درمل نه دي راوړل شوي خو دا چې په ښار کې وي دا ټول پر قاچاقي لارو راځي، خلک باید زموږ سره د داسې درملو په مخنیوي کې همکاري وکړي چې هر څوک یې خرڅوي باید هغه کسان موږ ته راوپېژني.»

د پيمان په وینا، دوی په کندهار کې د درملو تجزیې لپاره څو ځلې د لابراتوار غوښتنه کړې خو تر اوسه لا هم په دې برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

د درملو سوداګر هم وايي، له یوې خوا د درملو له کمپنیو سره د پېسو په لېږد کې ستونزې دي او له بلې خوا چې دلته درمل په میاشتو په ګمرک کې پراته وي دوی له زیانونو سره مخ کوي.

یو تن سوداګر حاجي احمد شاه وايي، اوس مهال د ځينو درملو بیه هم لوړه شوې ځکه چې په بازار کې یې کمښت دی.

هغه زیاته کړه: «کله چې د درملو تقاضا زیاته وي باید عرضه یې هم همداسي زیاته وي خو اوس یې موږ راوړو په میاشتو نه محصول کیږي نو هغه لږ درمل چې په بازار کې وي بیه یې لوړیږي.»

ده وویل، که څه هم سوداګر هڅه کوي چې بازار کنټرول کړي خو کله چې له سوداګرو یا هم شرکت سره درمل کم وي په درملتونونو کې د هغو درملو بیه لوړیږي.

بلخوا د درملتونونو مسوولین هم وایي، په ګمرکونو کې د درملو ځنډ نه یوازې دا چې د درملو پر بیه اغېز لري، بلکې په بازار کې ورسره بې کیفیته درمل زیاتیږي.

د کندهار په څلورمه ناحیه کې د یوه درملتون مسوول عبدالاحد په دې اړه وایي: «دا طبیعي خبره ده، کله چې یو جنس په بازار کې کم وي، بیه یې لوړیږي، خو دلته بله ستونزه دا ده چې کله اصلي دوا نه وي، بې کیفیته بازار ته وړاندي کېږي او اکثره خلک اصلي او بدله دوا نه سره پېژني.»

کندهار کې دا مهال د درملو ۱۷۰ لوی شرکتونه او ۵ سوه عمده پلورنځي شته چې هغوی بیا درمل درملتونونو، روغتونونو او نورو روغتیايي مرکزونو ته لېږدوي.

پژواک هڅه وکړل چې د درملو د ځنډ په اړه د ګمرک ریاست معلومات هم ترلاسه کړي خو له څو ورځو پرله پسې هڅو سره سره بیا هم د ګمرک مسوولین خبرو کولو ته حاضر نه شول.

Visits: 128

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.