کندوز کې تېره یوه اونۍ دوه کسان د کانګو ناروغۍ له امله مړه شوي
د کندوز د انتاني ناروغیو د درملنې روغتون مسوولین وایي، په تېرو اووه ورځو کې په دغه ولایت کې ۱۲ کسان پر کانګو ناروغۍ اخته شوي چې له دې ډلې دوو تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کندوز د انتاني ناروغیو د درملنې روغتون مسوولین وایي، په تېرو اووه ورځو کې په دغه ولایت کې ۱۲ کسان پر کانګو ناروغۍ اخته شوي چې له دې ډلې دوو تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کندوز امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، د دغه ولایت علیاباد ولسوالۍ په سپینکمر سیمه کې په یوه ترافیکي پېښه یو کس مړ شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د کندوز ځايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د دوو قومو ترمنځ ۱۵ کلنه دښمني - چې د دواړو لورو څلور کسان پکې وژل شوي وو- د قومي مشرانو او دیني علماوو په منځګړیتوب ختمه شوه.
د کندوز روغتیایي مسوولین وایي، په تېره یوه میاشت کې پر انتاني ناروغیو د اخته کسانو شمېر ډېر شوی او پر دې ناروغیو اخته څه باندې ۵۰۰ کسان په انتاني روغتون کې بستر دي.
د کندوز ولایت د کلباد ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي چې په دغه ولسوالۍ کې دې پراختیایي پروژې پلې او د ژوند اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
د کندوز د اقتاش ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي روغتیایي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي او وايي، ډېری وخت یې ناروغان روغتون له رسېدو مخکې ژوند له لاسه ورکوي.
د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ د لرو سیمو ځيني اوسېدونکي روغتیایي خدموتونو ته له نه لاسرسي شکایت لري او له مسوولینو غواړي چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
د فاریاب او کندوز سیمهییز چارواکي د اختر په ورځو کې په دغو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله د ۱۸ کسانو د مرګژوبلې خبر ورکوي.
د کندوز د کانونو او صنایعو ریاست مسوولین وايي چې په بازار کې د خامو توکو نشتوالي، به بانکي سیستم کې د ستونزو او له بهره د توکو وارداتو له امله په دغه ولایت کې ۵۰ تولیدي فابریکې تړل شوې دي.
د کندوز د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د ۲۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د انګورو یو بڼ جوړ شوی چې پکې ۱۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د کندوز یو شمېر بزګر وايي، په وروستیو کلونو کې یې د انجې له درکه د ښه عاید ترلاسه کولو له امله د دغه بوټي کرلو ته وده ورکړې ده.
د کندوز د کرنې ریاست مسوولین د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د یوه کرنیز کمپلکس له جوړېدو خبر ورکوي او وایي، په دغه کمپلکس کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
په نیمروز او کندوز ولایتونو کې د شاوخوا ۲۸ میلیون افغانیو په لګښت یو شمېر پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د باختر اژانس د خبر له مخې، د نیمروز د کلیو، بیارغونې…
د پسرلي په را رسېدو سره د کندوز ولایت د ابدان دښته زرغونه او پر یوې زړهپورې منظرې بدله شوې ده؛ په دې ورځو کې د هېواد له بېلابېلو سیمو ګڼ هېوادوال او سیلانیان د دغه ځای لیدلو ته ورځي.
د کندوز امنیه قومانداني وايي، یوې ۲۴ کلنې نجلۍ د دغه ولایت د درېیمې حوزې اړونده سیمه کې ځانوژنه کړې ده.
په کندوز کې د چرم یو شمېر صنعتکاران په یاد ولایت کې د دغه صنعت بازار خرابېدو اندېښمن کړي او زیاتوي چې د تولیداتو بازار یې پیکه شوی او پېرېدونکي یې له لاسه ورکړي دي.
د امربالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وایي، په کندوز ولایت کې یې د یوې دولس کلنې نجلۍ د اجباري نکاح چې پنځوس کلن سړی ته ودېده، مخه نیولې ده.
د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ د شېرخان بندر ځيني اوسېدونکي وایي، په امو سیند کې په پرلهپسې ډول د اوبو کچې پورته کېدو له امله د دوی کرنیزې ځمکې او کورونه ویجاړ شوي دي.
د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ د تورپي ځنګله یو شمېر اوسېدونکي - چې ۳۰ کاله وړاندې د خپلو ځمکو ویجاړېدو له امله د امو سیند بلې غاړې ته تللي- وایي مسوولینو امر ورته کړی…
په کندوز ولایت کې یو شمېر بوټجوړوونکي وايي چې په وروستیو میاشتو کې یې کاروبار له رکود سره مخ شوی دی.
په کندوز کې یو سوادګر د ۱۰ میلیون ډالرو په شخصي لګښت په ۷۰ جریب دولتي ځمکه کې صنعتي کمپلیکس جوړوي.
په کندوز کې یو شمېر د چرګانو فارملرونکي وايي، په تېرو څو میاشتو کې یې تولیدات کم شوي او د چرګانو روزنې له ۱۲۰۰ فارمونو څخه ۹۵۰ یې خپل فعالیتونه درولي دي.
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د کندوز - تخار لویې لارې په اوږدو کې د ۲۰کیلو ولټه دوه مزي چې د واورې او توپان له امله پرې شوي وو، بېرته وصل شول.
کندوز کې ځیني لبنیاتپلورونکي د خپلو تولیداتو بازار خرابېدو اندېښمن کړي او وايي چې په وروستیو کې یې کاروبار مخ پر ځوړ روان دی.