تالقان (پژواک ٢٦ تله ٩٠): د تخار په تالقانو ښار کې د يوې ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ او پنځه نور ټپيان شول.
د تخار د ترافيکو د مديريت د حادثاتو مدير امرالله شاه قل نن (د تلې ٢٦مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېره شپه د تالقانو ښار د سهراب د تېلو پمپ په سيمه کې رامنځته شوه.
د هغه په وينا، دغه پېښه د دوو کرولا موټرو، چې يو يې سراچه کرولا موټر وو، د ټکر له امله رامنځته شوې، چې د سراچه موټر يو تن مړ او پنځه نور ټپي شوي دي.
شاه قل زياته کړه، چې د کرولا سپرليو ته زيان نه دى اوښتى.
سرچينې په ډاګه کړه، چې دغه پېښه د سراچې موټر د ګړندي تګ له امله رامنځته شوې او چلوونکى يې له پېښې وروسته په تېښته بريالى شوى دى.
د تخار د ولايتي روغتون يوه نوکريوال ډاکتر احمد خالد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې روغتون ته پنځه ټپيان ور وړل شوي دي.
د هغه په وينا، د دغو کسانو روغتيايي حالت ښه دى او تر درملنې لاندې دي.
يوه عيني شاهد شفيق الله پژواک ته وويل: “سراچه موټر مخالف لوري ته روان وو او کرولا موټر ته يې پام نه شو او ورسره ټکر يې وکړ.))
هغه زياته کړه، چې پوليسو د پېښې له ځايه مړى او ټپيان روغتون ته يوړل.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د تخار په کلفګان ولسوالۍ کې د يوه فلانکوچ موټر د چپه کېدو له امله د يوې ښځې او يوه ماشوم په ګډون ٩ تنه ټپيان شوي وو.










